د متروكه وقف املاك بورډ او د صوبائي حكومت كومې محكمې ترمينځه د زمكې شخړه د دوو حكومتونو آئيني شخړه نه ده: وفاقي آئيني عدالت

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) وفاقي آئیني عدالتِ پاکستان پرېكړه كړې ده چې د متروكه وقف املاك بورډ او د صوبائي حكومت د كومې محكمې ترمينځه د زمكې شخړه د دوو حكومتونو ترمينځه آئيني شخړه نه ده ٬ له دې كبله په داسې معامله د لاهور هائي كورټ اختيار په ځاے پاتي كيږي۔ د وفاقي آئیني عدالت تحریري تفصيلي پرېكړې له مخې دا پرېكړه په جسټس سید حسن اظهر رضوي او …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) وفاقي آئیني عدالتِ پاکستان پرېكړه كړې ده چې د متروكه وقف املاك بورډ او د صوبائي حكومت د كومې محكمې ترمينځه د زمكې شخړه د دوو حكومتونو ترمينځه آئيني شخړه نه ده ٬ له دې كبله په داسې معامله د لاهور هائي كورټ اختيار په ځاے پاتي كيږي۔ د وفاقي آئیني عدالت تحریري تفصيلي پرېكړې له مخې دا پرېكړه په جسټس سید حسن اظهر رضوي او جسټس اېم كريم آغا مشتمل بنچ په سي پی اېل اے مقدمه نمبر 1451-اېل/2024 كښې په 9 1دسمبر 2025 واوروله۔ دا مقدمه لاهور هائي كورټ د17 اپرېل 2024 حكم په ضد دائر شوې وه په كومه كښې چې هائي كورټ دې پرېكړه كولو درخواست خارج كړے ؤ چې شخړه د وفاقي او صوبائي حكومت ترمينځ ده نو ځكه هغه د دې د اورېدنې مجاز نه دے او داسې معامله د آئين د آرټيكل 184(1) لاندې د اعلی عدالت په اختيار كښې راځي۔ وفاقي آئيني عدالت درخواست په اپېل بدلولو سره منظور كړو۔ د لاهور هائي كورټ د 17 اپرېل 2024 حکم يۍ كالعدم وګرځولو او مقدمه يۍ يو وارې بيا سماعت لپاره لاهور هائي كورټ ته بېرته ولېږله ۔ عدالت هدايت وكړو چې لاهور هائي كورټ دې د دې مقدمې پرېكړه په درېو مياشتو كښې وكړي