اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تاجكستان ترمينځه تجارت٬رابطې٬توان او كلتور پشمول بيلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلے كړے دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جمهوريه تاجكستان د كلتور وزير مطلوبه خان سهتوریان امان زادہ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ملاقات …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تاجكستان ترمينځه تجارت٬توان او كلتور پشمول بيلو څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان او تاجكستان ترمينځه تجارت٬رابطې٬توان او كلتور پشمول بيلو څانګو كښې ګڼ اړخيزه مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلے كړے دے۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د جمهوريه تاجكستان د كلتور وزير مطلوبه خان سهتوریان امان زادہ وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب كهچي او خاص مرستيال سيد طارق فاطمي هم موجود وو۔وزيراعظم د پاكستان او تاجكستان ترمينځه تاريخي٬كلتوري او تهذيبي تناظر كښې د پاكستان په دوره د تاجك وزير او د هغه د پلاوي تود هركلے وكړو ۔ده ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو شريكه ورثه د اولس ترمينځه رابطو او د كلتوري مرستې لا زياتولو لپاره قوي بنياد وركوي۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم دوه اړخيزه اړيكو كښې د مثبت پېشرفت په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه او د كلتور په څانګه كښې د مرستې لا مضبوطولو په اړه يې د خيالاتو څرګندونه هم وكړه ۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو شريكې ګټې لپاره تاجكستان سره تجارت٬رابطې٬توان او كلتور پشمول ګڼ اړخيزه مرستې زياتولو لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے وكړو ۔ده د صدر امام علي رحمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې هغه به راتلونكې كال د پاكستان سركاري دوره كوي۔ دغس ېتاجك كلتور وزير وزيراعظم ته د صدر امام علي رحمان لخوا د نيكو خواهشات پېغام ورسولو ۔تاجك وزير د پاكستان د مېلمستيا او كلتوري سفارتكارۍ عزم وستائېلو ۔هغه د شريكو پروګرامونو پشمول د هنرمندو دورې٬ اخترونو او نندارتونونو زياتولو كښې د تاجكستان خوښي څرګند كړه ۔د يادونې وړ ده چدتاجك صدر امام علي رحمان او وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمينځه د ملاقات پريكړه شوې وه چې پاكستان كښې به د تاجكستان كلتوري اونۍ لمانځلې شي٬په دې تناظر كښې د تاجكستان د كلتور وزير د پاكستان په دوره راغلے دے ۔










