اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قاچاق مخ نيوي لپاره د ايف بي آر اقدامات ستائېلو سره د ټيكس غلا كوونكو په ضد اقدامات لا تندولو او د ټيكس غلا كوونكو او قاچاقبرو سره د كوم هم ډول نرمۍ نه كولو هدايت كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايف بي آر كاركردګۍ …
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ايف بي آر كاركردګۍ په اړه غونډه٬د ټيكس غلا كوونكو او قاچاقبرو سره د كومې نرمي نه كولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد۔19 دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د قاچاق مخ نيوي لپاره د ايف بي آر اقدامات ستائېلو سره د ټيكس غلا كوونكو په ضد اقدامات لا تندولو او د ټيكس غلا كوونكو او قاچاقبرو سره د كوم هم ډول نرمۍ نه كولو هدايت كړے دے۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د ايف بي آر كاركردګۍ په اړه اونيز د جاج اغستو غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې پكښې وزيراعظم ته ايف بي آر د قاچاق مخ نيوي لپاره د اقدامات په پېشرفت او نورو چارو بريفنګ وركړو ۔وفاقي وزير محمد اورنګزيب٬احمد خان چيمه٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د ايف بي آر چيئرمېن او د اړوندو ادارو اعلٰی چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔وزيراعظم د قاچاق مخ نيوي لپاره په كاميابو كاروائيو د ايف بي آر ستائنې كولو سره ووئېل هر كال د قام اربونه روپۍ قيمتي سرمايه د قاچاق ښكار كيږي٬د پاكستان كسټمز كاميابو كاروائيو څخه قاچاق كښې كمے راتلل د ستائنې وړ دي٬د قاچاق مخ نيوي څخه ګڼ شمېر څيزونه اوس په قانوني توګه درآمد كېدو سره د معيشت رسمي برخه جوړېږي۔وزيراعظم د ټيكس غلا په ضد اقدامات د لا تندولو امر سره ووئېل د ټيكس غلا او قاچاق په ضد چې كومه نرمي ونه كړې شي۔ده صوبائي حكومتونو ته د غېر قانوني پیټرول پمپس په ضد قانوني كاروائيو كښې د ايف بي آر سره د د مرستې هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم ته بريفنګ كښې ووئېل شول د قاچاق مخ نيوي لپاره ټول هېواد كښې د كسټمز مربوط نظام نافذ دے٬راهګزر ايپ د لارې ټول هېواد كښې د پيټرول پمپس رجسټرېشن شوے او د غېر قانوني پمپس په ضد قانوني كاروائي روانه ده٬ضلعې انتظاميې ته د نوې پېټروليم ايكټ له مخې د غېر قانوني مشينرۍ ضبط كولو اختيار وركړے شوے۔ د بريفنګ په مهال د جولائي نه تر نومبر 2025 كښې د پیټروليم مصنوعات د قاچاق مخ نيوي په نتيجه كښې د تېر كال په مقابل كښې محصولات 82 فيصد زيات شوي ٬د دې نه علاوه په تېرو 5 مياشتو كښې سګريټ٬ټائرز٬جامې٬اليكټرانكس او د ګڼ شمېر څيزونو د قاچاق په ضد اقدامات كښې محصولات هم زيات شوي دي ۔










