اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي نن قامي اراده په قامي اداره بدلوٶ٬ حكومت د خاص ماشومانو تعليم و تربيې او معاشي شموليت باوري كولو لپاره كوټلي ګامونه اخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د خاص ماشومانو په اړه د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې …
قامي اراده په قامي اداره بدلوٶ٬ حكومت د خاص ماشومانو تعليم و تربيې او معاشي شموليت باوري كولو لپاره ګامونه اخلي۔ ډاكټر خالد مقبول صديقي

مزید خبریں
اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او تربيې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي نن قامي اراده په قامي اداره بدلوٶ٬ حكومت د خاص ماشومانو تعليم و تربيې او معاشي شموليت باوري كولو لپاره كوټلي ګامونه اخلي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د خاص ماشومانو په اړه د آټزم سينټر آف ايکسيلنس د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ وفاقي وزير ووئيل لوي څښتن هر چا ته د معذورۍ سره طاقت او صلاحيت هم وركوي ٬زمونږ دا اداره دوي باصلاحيته جوړوي۔ په دې موقع د آټزم ايکسپرټ عائشه هارون ووئيل آټزم سره د مخ ماشومانو خدمت كولو كښې زما لس كاله وشول٬ اولاد د دنيا لوي نعمت دے٬ داسې تعليمي ادارې او سهولتونه هم ډېر كم دي چرته چې د دوي خاص ضرورتونه ترسره كړې شي٬ ده ووئېل زما زوې چې د آټزم سره مخ شو نو دغې زمونږ د ژوند مقصد بدل كړو٬ په كال 2009 كښې لوي څښتن د دې بې زبانه ماشوم زه غږ وګرځولم، په برتانيه كښې د خاص ماشومانو ادارې څخه د زده كړې موقع په لاس راغله۔ دې ووئيل په كال 2009 كښې خاص ماشومانو لپاره اوئيسس سکول جوړ كړو چرتې چې د يو چهت لاندې ټول سهولتونه موجود وو۔ مونږ غوښتل چې دا سكول كالج او ماډل سټي جوړ شي ۔ دې ووئيل زمونږ په اداره كښې د 70 نه زياتو ماشومانو ته بېلا بېل سهولتونه وركړے كېږي۔










