سډني ۔19دسمبر (اے پي پي)د آسټریلیا ساحلي سيمه هونډائي بیچ باندې د ډزو په مهال د خلقو بچ كونكې وګړي احمد الاحمد ته د اولسي چندې كمپائن كښې راغونډ شوي 25 لاکهه نه زيات آسټریلوي ډالر وركړے شول ، كوم چې د امریکی په کرنسۍ كښې نزدې 16 لاکھه 50 زره ډالر جوړېږي ۔ د رائټرز راپور تر مخه احمد الاحمد د ډزو پیښې په مهال د ګاډو شا ته …
د آسټریلیا “هونډائي اتل” ته د چندې كمپائن 16 لاکھه 50 زره ډالره ادا کړے شول

مزید خبریں
سډني ۔19دسمبر (اے پي پي)د آسټریلیا ساحلي سيمه هونډائي بیچ باندې د ډزو په مهال د خلقو بچ كونكې وګړي احمد الاحمد ته د اولسي چندې كمپائن كښې راغونډ شوي 25 لاکهه نه زيات آسټریلوي ډالر وركړے شول ، كوم چې د امریکی په کرنسۍ كښې نزدې 16 لاکھه 50 زره ډالر جوړېږي ۔ د رائټرز راپور تر مخه احمد الاحمد د ډزو پیښې په مهال د ګاډو شا ته د پناہ اغستو نه پس يو وسله وال بريد كونكے نيولے ؤ او د هغه نه يې وسله اغستې وه ۔ په دغه مهال د بل بريد كونكې په ډزو احمد پخپله هم ژوبل شوے او تر اوسه په روغتون كښې د عملياتو نه پس بستر دے ٬ دا رقم د سوشل میډیا انفلوئنسر زیکري ډیرینیوسکي د اړخه د جوړ كړي “ګوفنډ مي ” كمپائن د لارې جمع كړے شو چې پكښې د ټولې نړه نه د 43 زره نه زياتو كسانو عطيات وركړل ۔ نوموړي ارب پتي د ہیج فنډ مینیجر بل ایک مین هم 99 زره 999 آسټریلوي ډالر عطیه كړل او دا كمپائن يې پخپل سوشل میډیا اکاؤنټ هم شیئر كړو ۔ د ډزو په نتيجه كښې 15 كسان مړه او په درځنونو ژوبل شوي وو ۔










