نیویارک/اسلام آباد۔19دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو پخپل اوسني راپور كښې افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو په هلو ځلو د ژورې اندیښنې ښكاره كولو سره د پاکستان د پخواني مؤقف تائید کړے دے ۔ راپور كښې انکشاف کړے شوے چې د افغان طالبان دا ادعا چې د هغوي په خاوره كوم ترهه ګرد نشته د " باور وړ" نه ده ۔ د راپور تر مخه افغانستان دا وخت داعش، …
ملګرو ملتونو په افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو په فعالتيا ژوره اندیشنه ښكاره كړه

مزید خبریں
نیویارک/اسلام آباد۔19دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو پخپل اوسني راپور كښې افغانستان كښې د ترهه ګرو ډلو په هلو ځلو د ژورې اندیښنې ښكاره كولو سره د پاکستان د پخواني مؤقف تائید کړے دے ۔ راپور كښې انکشاف کړے شوے چې د افغان طالبان دا ادعا چې د هغوي په خاوره كوم ترهه ګرد نشته د ” باور وړ” نه ده ۔ د راپور تر مخه افغانستان دا وخت داعش، ټي ټي پي، القاعدہ او د جماعت انصار اللہ غوندې خطرناکو ډلو ژاله جوړه شوې ده ٬ په خاص توګه د ټي ټي پي د اړخه د افغان خاورې په كارولو په پاکستان د شوو بريدونو تصدیق شوے دے ۔ د سلامتي کونسل په راپور كښې دا هم وئېلي شوي چې د افغان طالبانو امیر هیبت اللہ په احکامات عملدرآمد نه كېږي او ترهه ګرې ډلې دومره اختیار لرونكې دي چې په آزادۍ سره کارروائۍ كوي ۔ ملګرو ملتونو زياته كړه چې په افغانستان كښې حکومت په جبر او د بشري حقونو خلاف ورزو د لارې چلولې كېږي ، چرته چې مېرمنې او اقلیتونه شدید ځپلے كېږي۔ راپور كښې خبر دارے وركړے شوے چې كه بنیادي مسائل حل نه شول نو حالات لا خرابېدے شي ۔ پاکستان پرله پسې نړيواله ورورولي د افغان خاورې څخه د راپېدا كېدونكو خطرو په بابله خبروي










