صدر آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پوهانو د هند په اړه د رپورټ هركلے وكړٶ

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) صدرمملکت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پوهانو لخوا د جاري كړې شوي رپورټ هركلے كړے دے چې پكښې په سږ كال د مئي په مياشت كښې د پاكستان په ضد د هند د پوځي كاروائۍ او سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام متاثره كونكې پراخه چلند د سخت تشويش څرګندونه شوې ده۔ د جمعې په ورځ د …

اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) صدرمملکت آصف علي زرداري د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د پوهانو لخوا د جاري كړې شوي رپورټ هركلے كړے دے چې پكښې په سږ كال د مئي په مياشت كښې د پاكستان په ضد د هند د پوځي كاروائۍ او سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام متاثره كونكې پراخه چلند د سخت تشويش څرګندونه شوې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل دا راپور د پاکستان د اوږدې مودې د ھغه موقف توثيق كوي چې د نړيوالو پولو نه پورې اړخ ته د طاقت يو اړخيزه استعمال د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي او د پاكستان د خپلواكۍ سنګينه پامالي ده۔ ده ووئيل سږ كال په پاكستان كښې د وګړو د وژنې٬ د آبادۍ سيمو او مذهبي ځايونو ته د رسېدونكې زيان په اړه د رپورټ نتيجې او د هند لخوا په تاٶ تريخوالي كښې د اضافې خطرې ډېرې اندېښمنې دي۔ ده د سندھ طاس تړون له مخئ خپلې ذمه وارۍ په يو اړخيزه توګه د معطل ساتلو لپاره د هند اعلان٬ جارحانه رويه او د بيانونو پشمول د هندي جارحيت په نتيجه كښې د شوو سنګينو شهري زيانونو د رپورټ مشاهدات وستائېل۔ صدر مملکت ووئيل دا لوطنامه يو لازمي نړيواله لوظنامه او د سيمه ايز استحكام بنياد دے۔ ده ووئيل د شخړو هواري لپاره رامخې ته شوے طريقه كار نظرانداز کول او د اوبو بهېدل متاثره كوٶنكې اقدامات د پاکستان د حقونو خلاف ورزي او د بشري حقونو په اړه د سنګينو نتيجو سبب جوړېدے شي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل رپورټ د هند په ھغه طرز عمل د زيات شوي نړيوال تشويش عكاس دے كوم چې د يو سركش رياست په توګه د قانون او مكالمې په ځاے په جبر، دړكو او طاقت او تشدد انتحصار لري ۔ ده ووئيل په بېلو هېوادونو كښې د هند لخوا د پولې پورې اړخ ته تشدد او هدفي وژنو په اړه سنګين رپورټس د خطر وړ يو رجحان په ګوته كوي كوم چې نه يوازې منطقې بلكې نړيوالو اصولو ته هم زيان رسوي۔ صدر مملکت دا اندېښنه څرګنده كړه چې دا رپورټ د هند غېر ذمه واره رياستي رويه په واضحه توګه څرګندوي۔ ده ووئيل هند د اوږدې مودې راهسې خپل اقليتونه نظرانداز كوي او د ملګرو ملتونو په څېر په نړيوال فورمز د خپلو لوظونو پالنه نه كوي خو د را په ډول سركش رويه تل جاري نشي پاتې كېدې۔ صدر مملکت په دې خبره زور راوړو چې د دا دغسې طرز عمل جاري پاتې كېدو اجازه نشي وركړې كېدې ۔ صدر مملکت د رپورټ د دې واضحه نتيجې حواله وركړه چې نړيوال قانون د ترهګرۍ په نامه د يو اړخيزه پوځي كاروائي د چا جلا حق نه تسليموي۔ ده ووئيل د نړيوال قانون له مخې د دفاع د فطري حق توثيق د دې خلاف ورزو سنګينۍ رامخئ ته كوي۔ صدر مملکت د هند په سيمه ايز طرز عمل د ملګرو ملتونو د پوهانو لخوا د شوي جانچ پړتال هم هركلے وكړو چې پكښې د ترهګرو تنظيمونو ملاتړ او يو غېر قانوني افغان حکومت معاندانه مقاصدو لپاره د كارولو په اړه اندېښنې شاملې دي۔ ده په دې لړ كښې د سپېځلتيا او ځوابدهۍ مطالبه وكړه۔ صدر مملکت د ملګرو ملتونو د خاص راپور چې پكښې د اعتبار وړ شواهد٬ د شهري زيانونو د ازالې٬ د لوظنامو د ذمه وارو پاسداري او د جمو و کشمير پشمول په ټولو شخړو د سوله ايزو خبرو اترو مطالبه شامل ده هم هركلے وكړو٬ د نړيوال قانون احترام، امن او تحمل لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره صدر مملکت ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ تحفظ٬ د اولس د حقونو دفاع او په منطقه كښې د استحكام لپاره لپاره سفارتي او قانوني ذريعې كاروي ۔