وزيراعظم سره د آسټريلېا هائي كمشنر ملاقات ٬ د ترهګرۍ په پيښه كښې د بې ګناه ځانونو په زيان د افسوس او غم دړد څرګندونه

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په بونډائی بیچ سډني كښې د ترهګرو په ډزو كښې د بې ګناه ځانونو په زيان زيات افسوس او غم دړد څرګندونې كولو سره د ترھګرۍ د دغې بزدلانه كارروائي غندنه كړی او آسټريليا سره يۍ خواخوږي او د يووالې څرګند كړې ده۔ وزيراعظم د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او د كركيلې او …

اسلام آباد۔19دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په بونډائی بیچ سډني كښې د ترهګرو په ډزو كښې د بې ګناه ځانونو په زيان زيات افسوس او غم دړد څرګندونې كولو سره د ترھګرۍ د دغې بزدلانه كارروائي غندنه كړی او آسټريليا سره يۍ خواخوږي او د يووالې څرګند كړې ده۔ وزيراعظم د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو او د كركيلې او لائيو سټاك په څانګو كښې د همكارۍ زياتولو په حاجت زور راوړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره په پاكستان كښې د آسټرېليا نوي تعينات هائي كمشنر ټم كين د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ نائب وزيراعظم / خارجه وزير سېنټر اسحاق ډار ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكرټري هم په ملاقات كښې موجود وؤ۔ وزيراعظم هائي كمشنر ته د هغه په تقررۍ مباركي وركولو سره باور څرګند كړو چې د هغه تعيناتۍ سره به د پاكستان او آسټريليا ترمينځه اړيكې لا مستحكمې شي۔ وزيراعظم په 14 دسمبر 2025 په بونډائي بيچ سډني كښې د ترهګرو په ډزو كښې د بې ګناه ځانونو په زيان د غم او دړد څرګندونې كولو سره ووئيل پاكستان د ترهګرۍ د دې بزدلانه كارروايۍ بشپړه غندنه كوي۔ د غم په دې وخت كښې آسټريليا سره د پاكستان د يو والي پخلي كولو سره وزيراعظم په دې خبره زور راورو چې ترھګري كوم مذهب نه لري او د دې د هر شكل او صورت بايد غندنه وكړې شي۔ ده ووئيل د دې لعنت ختمولو له به اجتماعي كارروائي كول وي۔ د پاک – آسټریلیا اړيكو مثبت اړخونه په ډاګه كولو سره وزيراعظم دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو او د كركيلې او لائيو سټاك په څانګو كښې همكاري زياتولو كښې يۍ خپله خوښي ښكاره كره۔ ده د كان كېندلو او معدنيات په څانګه د آسټرېليا خوښي خوشبينه وګرځوله۔ وزیراعظم ووئيل رېکوډک په پاكستان كښې د دې څانګې ستر صلاحيت لرونكے يو روښانه مثال دے۔ ده په آسټریلیا كښې د مېشته پاكستانو وګړو خذمات هم وستائېل كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مهم پل كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم كركټ لپاره د دواړو قامونو د ګډې جذبې په شمول د پاكستان او آسټريليا ترمينځه د مضبوطو رابطو او كلتوري اړيكو په اهميت زور راوړو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم دآسټريليا مشرتابه لپاره د نېكو هيلو څرګندونې سره ووئيل هغه د دواړو هېوادونو ترمينځه پياوړې اړيكو لپاره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار دے۔ ټم کین د وزيراعظم مننې كولو سره د شريكې خوښې په چارو كښې د پاكستان او آسټريليا ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو له كار كولو كښې ژوره خوښي ولرله۔