اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)نائب وزيراعظم/خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تيل او ګاز لټون او پیداوار څانګې ته د ورامخې ته شوو چېلنجونو حل لپاره د لنډې٬مينځنۍ او اوږدې مودې اقدامات ته حتمي شكل وركولو كمېټۍ غونډه وشوه۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ تېره غونډې نه پس د شوي پیشرفت جاج واخست۔نائب وزيراعظم / خارجه وزير د …
نائب وزيراعظم /خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬تيل او ګاز څانګې ته د ورمخې ته شوو چېلنجونو په حل كولو غور

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)نائب وزيراعظم/خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تيل او ګاز لټون او پیداوار څانګې ته د ورامخې ته شوو چېلنجونو حل لپاره د لنډې٬مينځنۍ او اوږدې مودې اقدامات ته حتمي شكل وركولو كمېټۍ غونډه وشوه۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ تېره غونډې نه پس د شوي پیشرفت جاج واخست۔نائب وزيراعظم / خارجه وزير د ډي جي پي سي ورك فلو ډيجيټائزېشن كښې شوے پېشرفت وستائېلو كوم څخه چې كاروباري عمل كښې به آساني او كاركردګۍ كښې ښه والے راشي۔نائب وزيراعظم/خارجه وزير د كمېټۍ پخوانو پريكړو له مخې د آف شور بولۍ مراحل بشپړېدو له د پیټروليم ډويژن د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔كمېټۍ د 23 نوو آف شور بلاكس په الاټمنټ د اطمينان څرګندونه وكړه او د نوو سرمايه كارو د شموليت يې هركلے وكړو۔نائب وزيراعظم /خارجه وزير ايل پي جي پلانټ بحالۍ لپاره شريكې هڅې هم وستائېلې او د څانګې په اړه اقدامات يېد د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د اضافي ايل اين جي انتظام او پټرول كښې ممكنه ايتهانول بلینډنګ شامل دي۔ده د توان په څانګه كښې پرمختګ او ښه والي لپاره د حكومت خاص هڅې هم رامخې ته كړی










