حكومت د ډيجيټل٬آئي ټي معيشت٬كركيلې٬زرعي ويليو چينز٬معدنيات٬كان كني٬صحت او په مهارت اډانه د بشري سرمايې برآمدات له سازګار ايكو سسټمز جوړولو ته پام لرنه كوي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب آئي ايف سي پلاوي سره خبرې

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت نيغ په نيغه د لاس وهنې په ځاے د ډيجيټل ٬آئي ټي معيشت٬كركيلې٬زرعي ويليو چينز٬معدنيات٬كان كني٬صحت او په مهارت اډانه د بشري سرمايې برآمدات په څانګو كښې سازګار ايكو سسټمز جوړولو ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ دج انټرنېشنل فنانس كارپورېشن(آئي ايف سي)پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي …

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت نيغ په نيغه د لاس وهنې په ځاے د ډيجيټل ٬آئي ټي معيشت٬كركيلې٬زرعي ويليو چينز٬معدنيات٬كان كني٬صحت او په مهارت اډانه د بشري سرمايې برآمدات په څانګو كښې سازګار ايكو سسټمز جوړولو ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ دج انټرنېشنل فنانس كارپورېشن(آئي ايف سي)پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د مينځنۍ آسيا٬پاكستان او افغانستان لپاره د آئي ايف سي ډائرېكټر خواجه آفتاب احمد كوله او د هغه سره ايكټنګ كنټري منيجر آئي ايف سي پاكستان ناز خان هم موجود وه۔په ملاقات كښې پاكستان او آئي ايف سي ترمينځه د سټريټجك مرستې لا قوي كولو ته پام وشو۔ډلو په خاص توګه د نجي سرمايه كارۍ ودې٬پبلك پرائيويټ پارټنرشپس مخ په وړاندې بوتللو او تل پاتې پرمختګ او روزګار موقعې راپېدا كولو له د اصلاحات په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړ ۔د آئي ايف سي پلاوي د خزانې وزير په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او مشاورتي(ايډوائزري)هلو ځلوسره په خپل زيات شوي كردار بريفنګ وركړو چا چې ځايې كرنسۍ كښې په فنانسنګ٬ د نجي څانګې سرمايه كارۍ او په پائيداري اډانه مشاورتي اقدامات كښې په اوسني پیشرفت هم رڼا واچوله۔د خزانې وزير د حكومت سټريټجك ترجيحات خاكه وړاندې كولو سره ووئېل حكومت نيغ په نيغه مداخلت په ځاې په خاص توګه هغه څانګو كښې چرته چې د روزګار پراخه موقعې او د زرمبادله حصول ځانګړے صلاحيت موجود دے٬ سازګار ايكو سسټمز جوړولو ته پام لرنه كوي٬په دې څانګو كښې ډيجيټل٬آئي ټي معيشت٬كركيلې٬زرعي ويليو چينز٬معدنيات٬كان كني٬صحت او مهارت اډانه بشري سرمايې برآمدات شامل دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ټېكنالوجۍ ودې٬ريګوليټري نظام قوي او د نجي څانګې قيادت په دې څانګو كښې پیداواري صلاحيت او مسابقت كښې ښه والي لپاره بنيادي اهميت لري۔ملاقات په دې شريك عزم پاې ته ورسېدو چې مرسته به لا زياتولې شي٬په ترجيحي اقدامات عملدرآمد به تندولې شي او نجي سرمايه كاري متحرك كول او پاكستان كښې د جامع اقتصادي پرمختګ ودې لپاره به منظم رابطه كاري جاري ساتلې شي۔