اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف غبرګونو ښارونو پېنډۍ اسلام آباد كښې د دوو نورو پرمختيائي منصوبو په رېكارډ موده كښې بشپړتيا او اولس ته د سفر سهولتونو ستائنې كولو سره ووئيل دا منصوبه نه يوازې د پېنډۍ اسلام آباد بلکې ګرد هېواد څخه راتلونكې اولس لپاره ګټوره ده ، د اولسي خدمت سفر به روان وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په …
په پېنډۍ اسلام آباد كښې د دوو نورو پرمختيائي منصوبو په رېكارډ موده كښې بشپړتيا او اولس ته د سفر سهولتونه وركول د ستائنې وړ دي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د اقبال فلائي اوور٬ ټي چوك فلائي اوور، اسلام آباد ايکسپريس وے سګنل فري کوريډور پرانستې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف غبرګونو ښارونو پېنډۍ اسلام آباد كښې د دوو نورو پرمختيائي منصوبو په رېكارډ موده كښې بشپړتيا او اولس ته د سفر سهولتونو ستائنې كولو سره ووئيل دا منصوبه نه يوازې د پېنډۍ اسلام آباد بلکې ګرد هېواد څخه راتلونكې اولس لپاره ګټوره ده ، د اولسي خدمت سفر به روان وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اقبال فلائي اوور/ټي چوک فلائي اوور، اسلام آباد ايکسپريس وے سګنل فري کوريډور پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران٬ پارلماني غړي، د سي ډي اے او ضلعي انتظاميه چارواكو، کنټريکټرز او ځائي مشران په لويه شمېره موجود وو۔ وزيراعظم د داخله وزير او د هغه ډله او کنټريکټرز ته د زړه پورې منصوبې په بشپړولو مباركي وركولو سره ووئيل دا منصوبه هم په رېكارډ موده كښې بشپړه شوه۔ ده ووئيل عامو وګړو سهولت لپاره دا منصوبه د اهميت وړ ده۔ ده ووئيل په يو نيم كال كښې بهاره کهو، اېف نائن، سرينا چوك، رسول چوك، مارګله چوك، طيب اردوان فلائي اوور او انډر پاسز پشمول کرنل شير خان کوريډور، ميټرو بس سروس په څېر منصوبې نه يوازې د دواړو ښاريو وګړو بلكې د ګرد هېواد څخه راتلونكې اولس لپاره ګټورې دي۔ ده ووئيل د تجاوزات خاتمې سره د منصوبې د زر بشپړونكو چارواكو افرين دے۔ وزيراعظم ووئيل د اولس د سفر ښه سهولتونه خوشبينه دي ٬ سپېځلتيا او معيار په ځاے ساتلو سره د اولس د خدمت سفر د روانه ساتلو د عزم پخلے كوٶ۔ د دې نه وراندې وزيراعظم د اقبال فلائي اوور/ټي چوک، اسلام آباد ايکسپريس وے سګنل فري کوريډور پرانستې كولو سره د منصوبې معائنه هم وكړه او په دې موقع وزيراعظم ته د منصوبې په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو ٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول دا منصوبه د 77 ورځو په رېكارډ موده كښې د يو ارب 40 كروړه روپو په لګښت بشپړه شوې ده۔










