اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان او تاجکستان ترمېنځه په پېړيو اډانه زاړه ، ژور تاريخي او كلتوري روابط لري كوم چې قدېم سلك روډ او د فارسۍ ژبې د لارې دواړه قامونه د يو بل سره تړلې دي كوم ته چې دواړه وروڼه هېوادونه په درنه سترګه ګوري۔ د زيارت په ورځ پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس (پي اېن سي …
پاکستان او تاجکستان په پېړيو اډانه زاړه، ژور تاريخي او كلتوري روابط لري، د صدر مملکت آصف علي زرداري په پي اېن سي اے كښې د تاجكستان كلچرل ويك پرانستې دستورې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاکستان او تاجکستان ترمېنځه په پېړيو اډانه زاړه ، ژور تاريخي او كلتوري روابط لري كوم چې قدېم سلك روډ او د فارسۍ ژبې د لارې دواړه قامونه د يو بل سره تړلې دي كوم ته چې دواړه وروڼه هېوادونه په درنه سترګه ګوري۔ د زيارت په ورځ پاکستان نيشنل کونسل آف آرټس (پي اېن سي اے) كښې د تاجكستان كلچرل ويك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې صدر آصف علي زرداري د تاجکستان د كلتور وزير ستوريون متلوباخون امون زودا په قيادت كښې د كلتوري پلاوي هركلے وكړو٬ په دې موقع صدر سره د تاجكستان د كلتور وزير او د قامي ورثه او كلتوري وزير اورنګزيب خان کھچي موجود وٶ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د تاجك پلاوي دا دوره د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د قوي دوستۍ او مرستې څرګندونه ده۔ ده ووئيل د پېړيو راهسې زمونږ منطقې د سلك روډ د لارې يو بل سره تړلې دي كومې چې سوئيلي آسياء مېنځنۍ اسياء سره تړلې ده٬ دې لارو سره نه يوازې تجارت بلکې خيالات، ژبې، شاعري او روايات هم منتقل شوي٬علماء، شعراء او سېلګري په دې منطقه كښې په آزادانه توګه تګ راتګ كوي چې په سبب يې يوه شريكه كلتوري ورثه جوړه ده كومه چې نن هم زمونږ قامونه يو به تل نزدې كوي۔ صدر مملکت ووئيل زه باور لرم چې اسلام آباد او لاهور كښې به د تاجك پلاوي لخوا د كلتوري هلو ځلو د پاكستان اولس ډاډګيرنه كړې وي، ده ووئېل د تاجكستان وزير ته د څلورو واړو صوبو دوره كولو او د تاجكستان كلچرل ويك د پائې د دستورې د كوربتوب بلنه وركوم۔ صدر مملکت ووئيل اي سي او او د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) په څېر د سيمه ايزو تنظيمونو غړو په حېث پاکستان او تاجکستان شريكه مرسته، روابط او د همكارۍ په پراخه وژن كښې هم شريك دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو دوستي په مشتركه اقدارو او سباٶن اډانه ده۔ د دې نه وړاندې د تاجكستان د كلتور وزير ستوريون متلوباخون امون زودا په پاکستان كښې د تاجكستان كلچرل ويك په پرانسته د خوشحالۍ څرګندونې كولو سره دا خپل ځان لپاره يو اعزاز وګرځولو۔ ده ووئيل پاکستان-تاجکستان دوه اړخيزه اړيكې زړې، روحاني، لساني، تاريخي او كلتوري اړيكې لري كومې چې په سياسي، معاشي، سلامتيا او په كلتوري څانګو كښې پراختيا اختياروي او د ستراتېژك شراكتدارۍ مضبوط علامت دے۔ هغه ووئيل موهنجو داړو، د ټيکسلا زاړه آثار ، بادشاهي مسجد او نور تاريخي ځايونه د پاکستان د عظيمې تهذيبي ورثې علامات او د نړيوال تهذيب حقيقي اثار دي۔ هغه ووئيل تاجکستان د دواړو قامونو ترمېنځه لساني همغږۍ ته هم په درنه سترګه ګوري ځكه چې زمونږ اولس د فارسۍ-تاجك شاعرۍ د مشترکه ورثې امين دي۔ هغه ووئيل د هېواد شمالي سيمې په خاص توګه خېبرپښتونخوا، بلوچستان او نورو سيمو كښې مېشته تاجك وګړي د مشترکه كلتوري همغږۍ د تاريخ نمائندګي كوي۔ هغه ووئيل مونږ د پولو په اعتبار سره ګاٶنډيان نه يو بلكې روحاني شراکت دار يو، نننے تاجكستان كلچرل ويك د امن، مرستې او كلتوري مكالمې پېغام دے










