اسلام آباد 18دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره پاكستان كښې د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر بولورماامګا بازار ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان توان څانګه كښې د روانو او راتلونكو اصلاحات په خاص توګه د ګاز څانګې پائيدارۍ ته پام وكړے شو ۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې په دې موقع بولو رماامګابازار د پېټروليم ډويژن لخوا د اوږدې مودې ايل اين جي مسئله …
وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټرې بولو ماامګابازار ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 18دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره پاكستان كښې د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر بولورماامګا بازار ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان توان څانګه كښې د روانو او راتلونكو اصلاحات په خاص توګه د ګاز څانګې پائيدارۍ ته پام وكړے شو ۔د پیټروليم ډويژن وياند له مخې په دې موقع بولو رماامګابازار د پېټروليم ډويژن لخوا د اوږدې مودې ايل اين جي مسئله په كاميابۍ سره حل كولو د پيټروليم ډويژن هڅې وستائېلې۔دې ووئيل ايل اين جي چېلنج حل كول يو آسان كار نه ؤ او د پېټروليم وزير لخوا د ګاز څانګې پائيداري د ذاتي كچه ذمه وارۍ اخستل د ستائنې وړ ګرځولې۔دې د پيټروليم ډويژن سره د ګاز سيكټر اصلاحات او وده كښې د ورلډ بانك پرله پسې د مرستې باور وركړو او ايل پي جي سيكټر كښې اصلاحات او د اوګرا استعداد زياتولو لپاره شريكې مرستې ته اتفاق څرګند كړو ۔په دې موقع وفاقي وزير علي پرويز ملك د ايل اين جي مسئلې په حل كښې د حكومتي هڅو په اعتراف د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر مننه وكړه۔ده ووئيل حكومت د ګاز څانګې پائيدارۍ لپاره د اصلاحات په ايجنډا كار كوي۔وفاقي وزير د ورلډ بانك تجزياتي رپورټس او كار ستائېلو سره دا سټريټجك وژن او په سباؤن اډانه وګرځولو ۔په ملاقات كښې دواړو ډلو د پاكستان توان په څانګه كښې اصلاحات او د تل پاتې پرمختګ اهداف سر كولو لپاره د شريكې مرستې جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو ۔










