اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته معاشي پرمختګ لپاره د آئي ټي په څانګه كښې د اصلاحاتو په واحله سفارشات وړاندې كړې شوي او وزيراعظم وئيلي دي چې حکومت د آئي ټي په څانګه كښې افرادي قوت ته تکنيکي تربيه، ټيکس كښې آسانۍ او په نورو چارو كښې بهترۍ لپاره هڅې كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري …
حکومت د آئي ټي په څانګه كښې افرادي قوت ته تکنيکي تربيه، ټيکس كښې آسانۍ او په نورو چارو كښې بهترۍ لپاره هڅې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ته معاشي پرمختګ لپاره د آئي ټي په څانګه كښې د اصلاحاتو په واحله سفارشات وړاندې كړې شوي او وزيراعظم وئيلي دي چې حکومت د آئي ټي په څانګه كښې افرادي قوت ته تکنيکي تربيه، ټيکس كښې آسانۍ او په نورو چارو كښې بهترۍ لپاره هڅې كوي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه معاشي پرمختګ لپاره د آئي ټي څانګې په حواله د نجي څانګې جوړ كړې شوې وركنګ ګروپ غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران ډاکټر احسن اقبال، جام کمال خان، محمد اورنګزيب، ډاکټر مصدق مسعود ملک، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، شزا فاطمه خواجه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر، د اېف بي آر چيئرمېن او د اړوند ادارو لوړو پورو ګډون كولو۔ په غونډه كښې وزيراعظم ته ډيجيټل معيشت ته په پراختيا وركولو، د آئي ټي برآمداتو كښې اضافه او د آئي ټي په څانګه كښې د نورو اصلاحاتو په حواله سفارشات واړندې كړې شول۔ وزيراعظم د آصف پير په مشرۍ كښې د جوړې كړې شوې كمېټۍ د سفارشاتو هركلي كولو سره ووئيل چې د معاشي مسئلو باوجود په هېواد كښې د آئي ټي څانګې پرمختګ كړې٬ د آئي ټي برآمداتو كښې پرله پسې اضافه ډېر خوشبينه ده، د آئي ټي تکنيکي تربيې لپاره ټول اقدامات پاکستاني ځوانانو ته په نړيوال آئي ټي مارکيټ كښې د تجربه كار افرادي متعارف كولو پلو ګرځولے شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل ځوانانو لپاره د ملازمت موقعې پيدا كولو لپاره دې نور اقدامات وكړئ شي٬ او په هېواد كښې د آئي ټي انفراسټرکچر دې بهتر كړې شي۔ ده ووئيل د ډيجيټل معيشت ترويج تر صارفينو د انټرنيټ په رسنه منحصر ده۔ وزيراعظم د خزانې وزير په مشرۍ كښې د لوړې كچې د جوړې كړې شوې كمېټۍ په غونډه كښې د وړاندې كړې شوې سفارشاتو جاج اخستو سره په دوه اوونيو كښې د رپورټ وراندې كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې په ډيټا اډانه د ګورننس په ماډل جوړولو بريفنګ وركړې شو۔ په غونډه كښې برآمداتو لپاره د مارکيټ شيئر زياتول، د پاکستان سافټ ويئر ايکسپورټ بورډ بشپړه ډيجيټائزيشن، اي روزګار سکيم او سټارټ اپ اينوويشن ايکو سسټم په څېر په اقدامات د نجي څانګې لخوا د حكومتي اقداماتو ستائنه وشوه۔










