پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس تړون په پرله پسې خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ څخه د نوټس اغستو غوښتنه وكړه

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس تړون په پرله پسې خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ څخه د نوټس اغستو غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل مونږ د 7 دسمبر نه وروستو د چناب درياب كښې بهېدو كښې ناڅاپي د تغيرات مشاهده كړې ده، پاکستان دې تغيرات ته ډېر په …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د سندھ طاس تړون په پرله پسې خلاف ورزۍ نړيوالې ورورولۍ څخه د نوټس اغستو غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل مونږ د 7 دسمبر نه وروستو د چناب درياب كښې بهېدو كښې ناڅاپي د تغيرات مشاهده كړې ده، پاکستان دې تغيرات ته ډېر په اندیښنه او سنجيدګۍ سره ګوري، د پاکستان د انډس واټر کمشنر د هند خپل همڅنګ ته چيټۍ ليكلې ده چې پكښې په سندھ طاس تړون كښې د درج طريقه كار له مخې د دې معاملې سپيناوے غوښتلے شوے دے۔ وياند ووئيل په زرعي سيزن كښې د درياب بهېدو سره چېړ كول اولسي ژوند او غذائي سلامتيا لپاره خطر لري ، پاکستان هند څخه د يو اړخيزه اقدامات نه د لرې پاتې كېدو غوښتنه كړې ده،هند دې په سندھ طاس لوظنامه بشپړ او په نېك نيتۍ سره عمل وكړي۔ ده ووئيل د لوظنامې خلاف ورزي نړيوال قانون لپاره خطر دے، پاکستان به د اوبو په بنيادي حقونو كومه سودا نه كوي۔ وياند ووئيل پاکستان د پېشګي اطلاع يا ډېتا٬ د معلومات تبادلې نه غېر د هند لخوا د اوبو په پرېښودو سخت تحفظات لري۔ ده د پاکستان د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان به د اوبو د حقونو راستنولو لپاره ټول آپشنز كاروي او دا خبره به باوري كوي چې د هند لخوا دې د اوبو سپلائي محدود نه كړې شي، نړيواله ورورولي دې د هند لخوا د سندھ طاس تړون د پرله پسې نظر اندازي نوټس واخلي۔ طاهر حسېن اندرابي ووئيل پاکستان د دې خبرې پخلے كول غواړي چې د سندھ طاس تړون يوه پابنده نړيواله لوظنامه ده كومه چې په منطقه كښې د امن او استحكام يوه ذريعه پاتې ده، د دې يو اړخيزه خلاف ورزي د نړيوال تړون او قانون تعميل لپاره خطر لري او بله دا چې دې څخه سيمه ايز امن، د ښه ګاٶنډ اصول او نړيوالې رياستي اړيكې قابو كوٶنكو اصولو ته سختې خطرې ورمخې ته دي۔ وياند ووئيل بايد نړيواله ورورولي د هند لخوا د دوه اړخيزه لوظنامې د پرله پسې نظر اندازۍ نوټس واخلي او هند له د نړيوال قانون او د اصولو له مخئ ذمه وارۍ سره د كار كولو مشوره وركول پكار ده۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د شخړو او مسئلو د سولئيز حل عزم لري خو پاكستان د خپل اولس د اوبو د وجود په حقونو به هېڅ سمجھوته ونه كړي۔