د جدید تعلیم په ترلاسه كولو كښې د پاکستان ترقۍ پرته ده ،ریلوے وزيرحنیف عباسي

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي وئېلي دي د جدید تعلیم تر لاسه كولو كښې د پاکستان ترقي پرته ده ، د هېواد پرمختګ لپاره مونږ له خپل ذاتي مفادات هېرولو سره په ګده كاركول غواړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کیپټل یونیورسټي آف سائنس ایند ټیکنالوجي کانووکیشن ته خطاب کښې وكړه ۔ کانووکیشن كښې 1323 طلباء او طالبات …

اسلام آباد۔18دسمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي وئېلي دي د جدید تعلیم تر لاسه كولو كښې د پاکستان ترقي پرته ده ، د هېواد پرمختګ لپاره مونږ له خپل ذاتي مفادات هېرولو سره په ګده كاركول غواړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د کیپټل یونیورسټي آف سائنس ایند ټیکنالوجي کانووکیشن ته خطاب کښې وكړه ۔ کانووکیشن كښې 1323 طلباء او طالبات ته د ګرېجوېشن او 25 ته د پي ایچ ډي ډګرۍ وركرې شوې۔ کانووکیشن كښې د اعلی کارکردګۍ ښوونكو 90 طلبا ته میډلز هم وركړے شول ۔ دستورې ته خطاب کښې حنیف عباسي ووئېل د جدید تعلیم تر لاسه كولو كښې د پاکستان ترقي پرته ده ۔ ده ووئېل د پاکستان ټولې صوبې او اولس يو موټے دي او مونږ له د ذاتي مفادات نه بالا قامي پرمختګ لپاره په ګډه به كار كول وي ۔ ده ووئېل ځوانانو ته معیاري تعلیم، تحقیق او عملي پوهه وركول د وخت مهم ضرورت دے ٬ دغسې چې پاکستان په نړيواله كچه د ترقي كړو قامونو په صف كښې شامل شي ۔ په دې موقع وفاقی وزیر فارغ التحصیل طلبه ته مبارکۍ وركړه او د هغوي روښانه سباون لپاره يې د نیکو هيلو څرګندونه وكړه ۔