د جمعې په خطبو كښې دې د ميرمنې نه د نقاب راكښلو او په آسټريليا كښې د ترهګرۍ پيښو غندنه وكړې شي: حافظ طاهر اشرفي

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې به نن د جمعې په خطبو كښې هند كښې د مېرمنې ډاكټرې نه د نقاب راكښولو او په آسټريليا كښې د ترهګرۍ پېښې غندنه كولې شي٬ په نړۍ كښې دا مهال هند تر ټولو لوي ترهګر رياست دے٬ ټولې نړۍ له به د دې دهشت٬ وحشت او بربريت په ضد اودرېدل …

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې به نن د جمعې په خطبو كښې هند كښې د مېرمنې ډاكټرې نه د نقاب راكښولو او په آسټريليا كښې د ترهګرۍ پېښې غندنه كولې شي٬ په نړۍ كښې دا مهال هند تر ټولو لوي ترهګر رياست دے٬ ټولې نړۍ له به د دې دهشت٬ وحشت او بربريت په ضد اودرېدل وي٬ پاكستان به كله هم د داسې عمل برخه نه شي كوم چې د فلسطين اولس ته زيان رسوي يا د فلسطيني وګړو د منشا په ضد وي۔ د زيارت په ورځ په خبري كنفرنس كښې حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل په هند كښې درې ورځې وړاندې د بهار وزیراعلیٰ د يوې مسلمانې مېرمن د اپوائنڼمنټ لېټر اغستو په مهال په بېدردۍ د هغې د حجاب لرې كولو هڅه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان علماﺀ كونسل پرېكړه كړې ده چې د پاکستان، هند ٬ بنګله دېش او د اسلامي نړۍ ټولو مسلمانان نن د جمعې په خطبو كښې د دې عمل مذمت وكړي۔ دغسې په آسټرېليا كښې د رامخې ته شوې ترهګرۍ پېښې غندنه به هم كولې شي۔ اسلام د كوم هم ډول وحشت او يرې خپرولو څخه بري دے۔ ده ووئيل په آسټرېليا كښې د رامخې ته شوې پېښې دې پلټنې وكړې شي۔ دا تحقيق دے وكړے شي چې په دې پېښه كښې د هند خفيه ايجسنۍ ككړې دي او كه نه ؟