د مالي كال 2025-26 په مهال جولائي څخه تر نومبر مياشتې د پاكستان په معيشت كښې ښكاره استحكام رامخې ته شو كوم چې د محتاط میکرو اکنامک مینجمنټ، د سمې پاليسۍ او د هدفي اصلاحاتي اقدامات نتيجه ده : احسن اقبال

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د مالي كال 2025-26 په مهال جولائي څخه تر نومبر مياشتې د پاكستان په معيشت كښې ښكاره استحكام رامخے ته شو كوم چې د محتاط میکرو اکنامک مینجمنټ، د سمې پالېسۍ او د هدفي اصلاحات اقدامات نتيجه ده۔ د زيارت په ورځ دلته په نومبر 2025ء كښې د پاكستان په معاشي …

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئيلي دي د مالي كال 2025-26 په مهال جولائي څخه تر نومبر مياشتې د پاكستان په معيشت كښې ښكاره استحكام رامخے ته شو كوم چې د محتاط میکرو اکنامک مینجمنټ، د سمې پالېسۍ او د هدفي اصلاحات اقدامات نتيجه ده۔ د زيارت په ورځ دلته په نومبر 2025ء كښې د پاكستان په معاشي كاركردګۍ خپلو خبرو كښې ده ووئيل په دې مهال د ګرانۍ اوسط شرح نزدې 5 فيصد وه كومه چې تېر كال په دومره موده كښې 7.9 فیصد وه۔ وفاقی وزیر ووئيل د لويې كچې صنعت (اېل اېس اېم) كښې 4.1 فيصد نمو ريكارډ كړې شوه كومه چې په صنعتي فعاليتونو كښې د بحالۍ او كاروباري باور كښې د زياتوالي ښكاره علامت دے۔ په مالياتي كاركردګۍ خپلو خبرو كښې ده ووئېل د فېډرل بورډ آف ریونیو (اېف بی آر) محصولات جولائی څخه تر نومبر 4,733 ارب روپو ته ورسېدل كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 10.2 فیصد زيات دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د آئی ټی سروسز په برآمدات كښې ښكاره زياتوالے وليدلے شو او دا 19 فيصد زياتوالي سره 1.8 ارب ډالر ته ورسېدل۔ دغسې ترسيلات زر 9.3 فیصد څخه زياتېدو سره 16.1 ارب ډالر شول۔ ده ووئيل د درېو مياشتو په مهال د پرمختيائي بجټ لاندې 196 ارب روپۍ جاري كړې شوې په كومو كښې چی 92 ارب مصرف كړې شوي ۔ ده ووئيل په نومبر 2025ء كښې سېنټرل ډوېلپمنټ ورکنګ پارټی (سی ډی ډبلیو پی) د 10 پرمختيائي منصوبو منظوري وركړه۔ دې منصوبو سره به 994 سمدستي ملازمتونه رامخې ته شي او تمه ده چې په مجموعي توګه 24,859 نېغ په نېغه او 40,873 د روزګار بالواسطه موقع به راپېدا شي۔ ده ووئيل د آئي ټي انډسټري بحالۍ منصوبې لاندې 20 زره څخه زياتو ځوانانو له په عصري ټېكنالوجۍ كښې تربيه وركولې شي چې په نتيجه كښې به يۍ 14 زره نوې ملازمتونه راپېدا شي۔ ده ووئيل حكومت مالي استحكام ٬ هدفي پرمختيائي اقدامات او د مضبوطې نګرانې د لارې د تلپاتي ٬ بشپړه او په ټېكنالوجۍ د اډانه لرونكي پرمختګ عزم لري