د ډي آئي جي هارون جوئيه د پلار د جنازې مونځ ادا كړے شو٬ د وفاقي وزير محسن نقوي ګډون

اسلام آباد۔ 18 دسمبر(اے پی پی) د ډی آئي جي اسلام آباد پولیس هارون جوئیه د پلار او د سي ډيي اے اېډمن ممبر طلعت ګوندل د سخر د جنازې مونځ په فېصل مسجد كښې ادا كړے شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی، وزير مملكت طلال چوهدري ، د كورنيو چارو سېكرټري خرم آغا ، د سي ډي اے چيئرمېن اېم علی رندھاوا، د اسلام آباد پوليس آئي …

اسلام آباد۔ 18 دسمبر(اے پی پی) د ډی آئي جي اسلام آباد پولیس هارون جوئیه د پلار او د سي ډيي اے اېډمن ممبر طلعت ګوندل د سخر د جنازې مونځ په فېصل مسجد كښې ادا كړے شو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی، وزير مملكت طلال چوهدري ، د كورنيو چارو سېكرټري خرم آغا ، د سي ډي اے چيئرمېن اېم علی رندھاوا، د اسلام آباد پوليس آئي جي علی ناصر رضوي ، د اېف آئي اے ډي جي رفعت مختار او د اسلام آباد پولیس او سي ډي اے افسرانو او عملې هم د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی هارون جوئیه او طلعت ګوندل سره غمرازي ښكاره كړه۔ دغسې محسن نقوي د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني هم وكړه۔