د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د افغانستان خاوره ترهګرۍ لپاره د نه كارولو په اړه د طالبانو ادعا مسترد كړه ، “ټي ټي پي” تر ټولو لويې سيمه ايز خطر دے

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو "سلامتي کونسل" يو رپورټ كښې د طالبانو دا ادعا مسترد كړې ده چې افغان خاوره د پولې پورې غاړه ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي٬ په رپورټ كښې د طالبانو ادعوا " د اعتبار جوګه نه " ګرځولو سره خبردارے وركړے شوے ډې ګاٶنډيانو هېوادونو كښې افغانستان په تندۍ سره د سيمه ايز عدم استحكام ذريعه ګڼلے كېږي ۔ د کشمير ميډيا …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو “سلامتي کونسل” يو رپورټ كښې د طالبانو دا ادعا مسترد كړې ده چې افغان خاوره د پولې پورې غاړه ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي٬ په رپورټ كښې د طالبانو ادعوا ” د اعتبار جوګه نه ” ګرځولو سره خبردارے وركړے شوے ډې ګاٶنډيانو هېوادونو كښې افغانستان په تندۍ سره د سيمه ايز عدم استحكام ذريعه ګڼلے كېږي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې سلامتي کونسل خپل رپورټ كښې د ترهګرو ډلو لخوا د افغان خاورې څخه د پولې پورې اړخ ته بريدونو له د نه كارېدو په اړه د افغان طالبانو ادعا مسترد كړې شوه٬ د کونسل د تجزياتي معاونت او د بنديزونو مانيټرنګ ډلې 16م رپورټ كښې د طالبانو دا ادعا غېر معتبر ګرځولې ده ٬ رپورټ كښې خبردارے وركړے شوے چې د منطقې هېوادونه افغانستان د زيات شوي سيمه ايز عدم استحكام مركز ګڼي۔ د رپورټ له مخې يو شمېر غړو هېوادونو دا اطلاع وركړې ده چې داعش خراسان، تحريك طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعده، ترکستان اسلامي پارټي، جماعت انصارالله او د ترهګرو نورو ډلې په افغانستان كښې هڅې كوي او د ځېنې بهرنو بريدونو منصوبه بندي هم كوي۔ د ملګرو ملتونو راپور تر مخه القاعده طالبانو سره نزدې روابط لري او داعش خراسان د طالبانو مهم مخالف ګڼلې كېږي٬ په رپورټ كښې د ټولو نه لويه سيمه ايز خطره ټي ټي پي ګرځولې شوې كومه چې افغان كډوالو سره كاروائۍ كوي۔ ملګرو ملتونو وئيلي دي ټي ټي پي په كال 2025 كښې پاكستان كښې د 600 نه زيات بريدونه كړي چې پكښې يو شمېر د پېچلي نوعيت وو او زياتره ځانمرګي بريد كوٶنكي افغان وګړي وو۔ په رپورټ كښې زياته كړې شوې چې پاکستان هم د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې ځانګړے پېشرفت كړے دے چې پكښې د داعش خراسان وياند سلطان عزيز اعظم او نور مهم شدت پسند ترهګرو ګرفتاري شامله ده۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي چ طالبان چارواكي ټي ټي پي قابو كولو كښې د ناكامۍ ذمه وارۍ نه انكار كوي او پام تر ېاخوا كوي٬ طالبان ټي ټي پي لپاره خواخوږي او وفاداري لري٬ په رپورټ كښې وئيلي شوې چې په جنورۍ كښې ټي ټي پي يوه نوې هدايت نامه جارې كړې د كومو د بريدونو په هدفونو كښې چې د پوځ په ملكيت كښې كاروبار هم شامل كړے شوے، چې ورسره د پاك پوځ او پاكستان كښې د چين ادارو معاشي مفادات په نخښه كولو كمپائن تند شوے ٬ په رپورټ كښې ټي ټي پي او د ترهګرو نورو ډلو ترمېنځه مرسته هم په ګته كړې شوې ده ۔