اسلام آباد۔ 18دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي په نړۍ كښې ټېكنالوجۍ يو نوے بدلون رامخې ته كړے دے د كوم په تناظر كښې به چې د پاكستان پوهنتونونه د معيشت نوو غوښتنو سره سمول وي۔ ده د زيارت په ورځ د بائيډ تر سېوري لاندې د نېشنل لیډر شپ ډائیلاګ دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د …
پوهنتونونو له به د انډسټري ٬ كركيلې ٬ ټيكنالوجۍ او سباؤن مسئلې حل كولو له د لارښودنې كردار ترسره كول وي: وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 18دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي په نړۍ كښې ټېكنالوجۍ يو نوے بدلون رامخې ته كړے دے د كوم په تناظر كښې به چې د پاكستان پوهنتونونه د معيشت نوو غوښتنو سره سمول وي۔ ده د زيارت په ورځ د بائيډ تر سېوري لاندې د نېشنل لیډر شپ ډائیلاګ دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د اړان پاكستان بنيادي مقصد دا دے چې پوهنتونونه تعليمي ادارو سره سره د ټېلېنټ او جدت (انووېشن) په فېكټريانو بدل كړې شي۔ پوهنتونونو له به کتابي او روایتی تحقیق څخه په وړاندې تللو قامي پرمختګ لپاره اړين او د مسائل حل لرونكے تحقيق كول وي۔ پروفېسر احسن اقبال په دې خبره زور راوړو چې د پوهنتونونو ریسرچ په اسټارټ اپس او کمرشل مصنوعات د بدلولو نظام مضبوطول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل د وژن 2010 او وژن 2025 لاندې د اربونو روپو سرمايه كارۍ سره د زرګونو په شمېر پي اېچ ډيز تيار كړے شول او په ګرد هېواد كښې د پوهنتونونو يو پراخه نېټ ورك جوړ كړے شو بياهم د لوړو زده كړو نظام نېغ په نېغه معيشت سره تړل وړومبۍ پام لرنه ده۔ ده ووئيل پوهنتونونو له به د انډسټري ٬ كركيلې ٬ ټېكنالوجۍ او سباؤن مسئلو حل لپاره د لارښودنې كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل په لوړو زده كړو كښې انووېشن او اسټارټ اپ اېکو سسټم ته ودې وركولو له یونیورسټی آف کېمبرج سره لوظنامه شوې ده۔ ده ووئيل پوهنتونونه به د ټېلنټ تيارۍ عملي مركزونه جوړولې شي دغسې چې ځوانان په نړيوال معيشت كښې فعاله كردار ترسره كړي۔ وفاقي وزير ووئيل پوهنتونونه بايد يوازې تر نصابي فعاليتونو محدود پاتې نه شي بلكې دا په قومي او اقتصادي پرمختګ كښې فعاله كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د زده كړو معيار ښه كولو له په 7 نكاتي ايجنډا كار روان دے د كومې به چې ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔(










