نوے ډيلے۔18دسمبر (اے پي پي) د هند په بهار ايالت كښې په يو پبلک سټیج د وزیراعلیٰ نتیش کمار لخوا د يوې مسلمانې مېرمنې ډاکټرې نه د نقاب راښكلو د شرمناک حرکت سول سوسائټۍ او د حقونو تنظیمونو په لويه پیمانه غندنه كړې ده ۔ ګنو تنظیمونو دغه حرکت ډېر توہین آمیز او د يوې مېرمنې په وقار بريد ګرځولو سره وزیراعلیٰ ته د بخښنې وئېلي دي ۔ د کشمیر …
د بهار وزیراعلی ٰ دې د مسلمانې مېرمنې په نقاب اخوا كولو ښكاره بخښنه اوغواړي ، د مسلم تنظیمونو غوښتنه

مزید خبریں
نوے ډيلے۔18دسمبر (اے پي پي) د هند په بهار ايالت كښې په يو پبلک سټیج د وزیراعلیٰ نتیش کمار لخوا د يوې مسلمانې مېرمنې ډاکټرې نه د نقاب راښكلو د شرمناک حرکت سول سوسائټۍ او د حقونو تنظیمونو په لويه پیمانه غندنه كړې ده ۔ ګنو تنظیمونو دغه حرکت ډېر توہین آمیز او د يوې مېرمنې په وقار بريد ګرځولو سره وزیراعلیٰ ته د بخښنې وئېلي دي ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د آل انډیا مسلم پرسنل لا د بورډ پخواني باني غړې ډاکټر اسماء زهرا كومه چې د آل انډیا مسلم ویمن ایسوسي ایشن صدره هم ده ، پیښه نه يوازې د ځپلې مېرمن بلکې د ټول هېواد نزدې د 100ملینه مسلمانو مېرمنو سپكاوے ګرځولے دے ۔ هغې د وزیراعلیٰ نه د متعلقه ډاکټرې نه د سمدستي بخښنې غوښتلو مطالبه كړې ۔ هغې ووئېل كه هغه دالسې نه كوي نو مسلمانې مېرمنې به د انصاف غوښتلو لپاره اړوندو چارواكو او ادارو ته په رجوع كولو مجبورې شي ۔ هغې ووئېل په دې پیښه كښې د ټول هند مسلمانو خوېندو ، لونړو او د مئيندو جذبات ژوبل كړې شوي ۔ دغسې د اثنا نیشنل فیډریشن آف یوتھ موومنټ (این ایف وائي ایم) هم د پیښې سختې غندنې سره دا د يوې مېرمن په وقار او عزت نفس سنګین بريد ګرځولے دے۔ د تنظیم صدر نشین مسیح الزمان انصاري د مېرمنو قومي کمیشن ( این سي ډبیلو) نه غوښتنه وكره چې هغه د دې معاملې سمدستي نوټس واخلي او وزیراعلیٰ ته نوټس جاري کري۔ هغه ووئېل په دستوري چوكو ناستو نه هيله لرلې شي چې هغوي د وقار لرونكې، حساسیت او ذمه وارې رویې مظاهرہ وكړي ، د بهار وزیراعلی چې كومه رویه اختیار کړې هغه د جمهوري اقدار، د دستوري اصولو او د ټولنې د آداب بيخي منافي ده۔










