وزيراعظم د حلالې غوښې د برآمدي پاليسۍ منظوري وركړه، برآمدات زياتولو لپاره په دوه اوونيو كښې د جامع تګلارې وراندې كولو امر

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حلالې غوښې د برآمدي پاليسۍ منظوري وركولو سره د حلالې غوښې برآمدات زياتولو لپاره په دوو اوونيو كښې د عملي اقدامات پشمول د درې كلنه جامع تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي د اسلامي هېوادونو او ګردې نړۍ كښې د حلالې غوښې په بازار كښې د پاکستان برآمدي برخې د قدر وړ جوړولو لپاره د ټولو اړوندو …

اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د حلالې غوښې د برآمدي پاليسۍ منظوري وركولو سره د حلالې غوښې برآمدات زياتولو لپاره په دوو اوونيو كښې د عملي اقدامات پشمول د درې كلنه جامع تګلارې وړاندې كولو امر سره وئيلي دي د اسلامي هېوادونو او ګردې نړۍ كښې د حلالې غوښې په بازار كښې د پاکستان برآمدي برخې د قدر وړ جوړولو لپاره د ټولو اړوندو وزارتونو او صوبائي حكومت سره په مشاورت جوړه كړې تګلاره عملي كول ضروري ده، د سلاټر هاٶس د نړيوال معيار سرټيفيکيشن او نورو هېوادونو سره دوه اړخيزه رجسټريشن كښې به حكومت هر ډول ممكن مرسته كوي۔۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د حلالې غوښې د برآمدي پاليسۍ په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو جام کمال خان، رانا تنوير حسېن، احد خان چيمه، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان او نورو اړوندو لوړ پوړو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم د حلالې غوښې برآمدات زياتولو لپاره په راتلونكو دوو اوونيو كښې په عملي اقدامات مشتمله درې كلنه جامع تګلاره ، د پاکستان حلالې غوښې برآمدي مارکيټ زياتولو لپاره جوړې كړې د پيداوار کميټي ته د کولډ سټوريج او د نورو عواملو بهتر كولو لپاره د عمل وړ تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل اسلامي هېوادونو او د ګردې نړۍ د حلالې غوښې په مارکيټ كښې د پاکستان برآمدي برخه د قدر وړ جوړولو لپاره د ټولو اړوند وزارتونو او صوبائي حكومت په همكارۍ سره جامع لائحه عملي كول ضروري ده، لائيو سټاك كښې د حلالې غوښې پيداوار د نړيوال معيار له مخې او د سيمه ايز پېدوار د مقدار مسابقت كښې زياتوالي لپاره دې خاص اقدامات وكړے شي، د حلالې غوښې پيداواري او غذائي قدر كښې زياتوالي لپاره د اړوندو وفاقي وزارتونو او صوبائي حکومتونو په مرسته منظم مرکزونه جوړول د وخت مهم ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل نه يوازې اسلامي هېوادونو بلكې د حلالې غوښې په نړيوال ماركيټ كښې د پاکستان د برآمدي برخې زياتولو ډېر ګنجائش شته ، په هېواد كښې د سلاټر هاٶس د نړيوال معيار سرټيفيکيشن او نورو هېوادونو سره دوه اړخيزه رجسټريشن كښې به حكومت هر ډول ممكن مرسته كوي۔ وزيراعظم امر وكړو چې په هېواد كښې موجود سلاټرز هاٶس دې د رنځونو نه پاك او په دې كښې د نړيوال معيار كلينګ انتظامات باوري كولو لپاره خاص اقدامات وكړے شي، د پاکستان د حلالې غوښې برآمد په خاص توګه په سيمه ايز تناظر كښې زياتولو لپاره دې د دې څانګې لګښت د لږ نه لږ كولو ته خاص پام لرنه وكړې شي۔ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د پاكستان لخوا د رنځونو نه د پاكې حلالې غوښې برآمد زياتولو لپاره خاص زونز او مركزونه جوړولو ته اړتيا ده ،پاکستان كښې د حلالې غوښې مجموعي پېداوار 6 ملين ميټرك ټن دے او د ځائي حاجت ترسره كولو نه وروستو ښه مقدار برآمد لپاره موجود دے، د حلالې غوښې پيداوار زياتول او د نړيوال معيار پيکجنګ لپاره خاص اقدامات پورته كوٶ۔