اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي پاكستان كښې د ډيجيټلائزېشن عمل په تندۍ سره روان دے او په دې لړ كښې د حكومت په كچه قوي همغږي قائم كړی شوې ٬ډيجيټل بينك او فن ټيك ادارې د مالي شموليت وده كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې د اينټ انټرنېشنل او …
پاكستان كښې د ډيجيټلائزېشن عمل په تندۍ سره روان دے٬ډيجيټل بينك او فن ټيك ادارې د مالي شموليت په وده كښې مهم كردار ادا كولې شي۔د خزانې وزير محمد اورنګزيب د اينټ انټرنېشنل او ايزي پيسه ډيجيټل بانك پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي پاكستان كښې د ډيجيټلائزېشن عمل په تندۍ سره روان دے او په دې لړ كښې د حكومت په كچه قوي همغږي قائم كړی شوې ٬ډيجيټل بينك او فن ټيك ادارې د مالي شموليت وده كښې مهم كردار ادا كولې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د خزانې په وزارت كښې د اينټ انټرنېشنل او ايزي پيسه ډيجيټل بانك پلاوي سره په ملاقات كښې كړی۔ پلاوي كښې د اينټ انټرنېشنل Ant International ) صدر او اينټ ګروپ سينئر نائب صدر ډګلس فيګن٬ايزي پيسه ډيجيټل بانك چيئرمېن عرفان وهاب خان او د ايزي پيسه ډيجيټل بانك صدر و چيف ايګزيكټو افسر جهانزيب خان شامل وو۔ ملاقات كښې پاكستان كښې د ډيجيټل معيشت ودې٬د كيش ليس نظام پراختيا او مالي شموليت مخ په وړاندې چارو تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔سينيټر محمد اورنګزيب د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل پاكستان كښې د ډيجيټلائزېشن عمل په تندۍ سره روان دے او په دې لړ كښې د حكومت په كچه همغږي قائم كړی شوې ٬ډيجيټل انفراسټركچر٬ د ادائيګو نظام او د سركاري وړكړې راكړې او د ډيجيټلائزېشن پشان مهمو څانګو بښكاره اهداف به كار روان دے دغسې چې په نغدو انحصار كم وي او معيشت په جديد خطوط اډانه كړے شي۔د خزانې وزير ووئيل ډيجيټل بينكس او فن ټيك ادارې مالي شموليت وده كښې مهم كردار ادا كولې شي٬په خاص توګه هغه طبقو لپاره كومې چې تراوسه د رسمي بينكارۍ نظام څخه بهر پاتې شوې۔ده زور راوړو چې واړه كروندګرو او كم آمدن لرونكو كسانو لپاره د قرضو او مالي سهوليات وركولو كښې ډيجيټل پليټ فارمز ځانګړې اهميت لري٬حكومت د زرعي څانګې پشمول بيلو څانګو كښې د ډيجيټل حل د لارې رسنه او سپيځلتيا زياتول غواړي۔ډګلس فيګن پاكستان كښې ډيجيټل معيشت ودې لپاره داينټ انټرنېشنل او اينټ ګروپ د عزم پخلے وكړو ۔ده ووئيل اينټ ګروپ د چين او نورو آسيائي هېوادونو كښې ترلاسه تجربات٬ټېكنالوجۍ او مهارت پاكستان كښې د معارفي كولو عزم لري۔ده ووئيل ايزي پيسه ته ډيجيټل بانك لائسنس ترلاسه كېدل يو مهم پېشرفت دے كوم څخه چې ډيجيټل ادائيګو٬كيش ليس وركړې راكرې او جديد مالي خذمات وده كښې به هم هم تندوالے راشي۔د خزانې وزير په دې امر هم زور راوړو چې د هېواد قرضه جاتي نظام كښې تنوع راوستل او د ريټيل سرمايه كارو شاملولو ضرورت دے۔ ۔ده ووئيل د ځوانانو د آبادۍ صلاحيت او ټېكنالوجۍ كښې خوښي قومي پرمختګ لپاره په كار راوستل د وخت ضرورت دے ۔سينيټر محمد اورنګزيب پلاوې د هېواد معيشت مجموعي صورتحال نه هم خبر كړو او وې وئېل د اوپن اكانومي استحكام٬ډهانچه جاتي اصلاحات٬د ټيكس نيټ وده٬د توان په څانګه كښې ښه والے او د سركاري ادارو نجكاري د حكومت مهم ترجيحات دي۔د ملاقات په اختتام ډلو د ډيجيټل ادائيګو٬مالي شموليت٬سرمايه كارۍ موقعو او د ټېكنالوجۍ كارولو ودې لپاره د نزدې مرستې جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو ۔د خزانې وزير د پلاوي تجاويز ستائېلو سره ووئېل د اړوندو ادارو سره په ګډه په دې غوره كولې شي دغسې چې پاكستان كښې د ډيجيټل معيشت سفر نلا تند او موثر كړے شي۔










