اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)انفارمېشن ټېكنالوجۍ لپاره وفاقي پارليماني سيکرټري سبين غوري وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مېرمنې بااختياره جوړولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كولې شي٬ په ادارو كښې لس فيصده كوټه او په بورډز كښې د مېرمنو نمائندګي لازمي ګرځولې شوې ده، د ټيکنالوجۍ په زياتېدونكي رجحان كښې د معاشرتي اقدارو او اصولو هم خيال ساتل پكار دي۔ دې دا خبرې …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې مېرمنې بااختياره جوړولو لپاره هر ممكن اقدامات كولې شي۔ وفاقي پارلماني سيکرټري سبين غوري

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)انفارمېشن ټېكنالوجۍ لپاره وفاقي پارليماني سيکرټري سبين غوري وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مېرمنې بااختياره جوړولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كولې شي٬ په ادارو كښې لس فيصده كوټه او په بورډز كښې د مېرمنو نمائندګي لازمي ګرځولې شوې ده، د ټيکنالوجۍ په زياتېدونكي رجحان كښې د معاشرتي اقدارو او اصولو هم خيال ساتل پكار دي۔ دې دا خبرې تېره ورځ د ګروئنګ ويمن په تر سېوري لاندې د مېرمنو استعداد زياتولو او دوي د بااختياره جوړولو په اړه د آګاهي سيمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل سائبر سکيورټي او سائبر کرائم دا مهال دوه لوي چېلنجز دي دا انفارمېشن ټېكنالوجۍ سره تړلې دي٬ كه په غلطۍ سره يو لنك كلك شي نو دې سره د سېل فون ډېټا او واټس اېپ هېك كېږي چې پكښې مهم او ذاتي معلومات وي۔ دې ووئيل حکومت لپاره د مېرمنو تحفظ تر ټولو مهم دے، په دې تناظر كښې “زينب الرټ” او “سهيلي” ايپ هم پېل شوے كوم چې په كاميابۍ سره چلېږي۔ دې ووئيل موجوده حکومت مېرمنې اختيار منې جوړولو لپاره په ادارو كښې بھرتۍ كښې لس فيصده كوټه مختص كولو سره سره د ادارو په بورډز جوړېدو كښې هم د دوي نمائندګي لازمي ګرځولې ده۔ دا مهال د انفارميشن ټيکنالوجۍ وزارت او اين آئي ټي بي كښې د 50 فيصده نه زيات او پېس ايپ كښې د 33 فيصده نه زياتې مېرمنې كار كوي۔ پارلماني سېكرټري ووئيل د مېرمنو حقونه د نصاب برخه جوړول پكار دي ٬ دې سره به نوې كول ته خبرتيا وركړې شي او بدلون هم د دغه ځايه پېل كېدل دې۔ دې ووئيل د هېواد په مجموعي آبادۍ كښې نيمه برخه په مېرمنو مشتمل ده، كه مونږ دوي ته برابر حقونه نه وركوٶ نو مونږ به د نړۍ د پرمختګ برخه څنګه جوړېږو۔ دې ووئيل حكومت ډېر څه كوي خو چې تر څو مونږ خپل سوچ نه وي بدل كړے مونږ به ترقي ونه كړې شو۔ دې ووئيل په حكومتي كچه ګرد هېواد كښې وړيا هائي ټيک کورسز كېږي٬ په رجسټرډ شوو درې لكه كانديدانو كښې لس فيصده مېرمنې دي۔ دې ووئيل خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې مېرمنې د ورك فرام هوم پلو بيايو، هعوي ته تربيه وركړې كېږي٬ دا هر څه ھغه وخت بشپړېدے شي كله چې ټولنه او كورونه په ګډه مېرمنو ته يو محفوظ ماحول وركړي۔ دي ووئيل مېرمنو لپاره په اسلام آباد كښې انکوبيشن سينټر به په راتلونكو دوو مياشتو كښې جوړ شي٬ دې سره به د اسلام آباد كليووالو سيمو كښې مېرمنو ته په آسانۍ سره د چارو ترسره كولو له مرسته تر لاسه شي۔ په دې موقع د ګروئنګ ويمن سي اي او رومانه چوهدري٬ د ايف آئي اے پخواني ايډيشنل ډي جي نواز الحق۔ د پياس انټرنيشنل هيومن رائټس چيئرمېن رانا عمران لطيف او نورو هم وېنا وكړه










