د تھائي لینډ او کمبوډیا په سرحد نښته كښې د تھائي وژلے شوو عسكرو شمېره 21 ته ورسېده

بنکاک ۔18دسمبر (اے پي پي)د کمبوډیا په سرحد د تھائي پوځ او د کمبوډیا پوځونو تر مينځه نښتو كښې د وژلے شوو تھائي پوځيانو شمېره 21 ته ورسېدله ۔ د شنهوا تر مخه د تھائي پوځ د اړخه جاري کړي بیان تر مخه په 17 دسمبر سیساکیټ او سا کیاو ولايتونو كښې په شوو وسله والو نښتو كښې دوه نور د تھائي عسكر ووژل شول ۔ دا نښتې په 7 …

بنکاک ۔18دسمبر (اے پي پي)د کمبوډیا په سرحد د تھائي پوځ او د کمبوډیا پوځونو تر مينځه نښتو كښې د وژلے شوو تھائي پوځيانو شمېره 21 ته ورسېدله ۔ د شنهوا تر مخه د تھائي پوځ د اړخه جاري کړي بیان تر مخه په 17 دسمبر سیساکیټ او سا کیاو ولايتونو كښې په شوو وسله والو نښتو كښې دوه نور د تھائي عسكر ووژل شول ۔ دا نښتې په 7 دسمبر د تھائي لینډ او کمبوډیا په سرحد پېل شوې وې او په 8 دسمبر د تھائي پوځ ووئېل د کمبوډیا ځواكونو په سرحدي سيمو كښې په تھائي مورچو ګولې ورولي شوي ۔ په ځواب كښې يړې د تھائي فضائیه د کمبوډیا په پوځي انفراسټرکچر بريد وكړو۔ هر څو چې کمبوډیا د خپل ځاني زيان په اړه كوم معلومات ورنه كړل ، خو د تھائي چارواكو وېنا ده چې په دې نښتو كښې د 200 نه زيات د کمبوډیا عسكر وژلې شوي دي ۔ د کمبوډیا د اطلاعات وزير نیټ هیکټرا وړومبے وئېلي وو چې په دې نښتو كښې 15 وګړي هم وژلې شوي ۔ د روسيه ایمبیسیز په دواړو هېوادونو كښې خپلو وګرو ته د سرحدي سيمو نه د لرې پاتي كېدو سپارښتنه كړې ده ۔

مزید خبریں