خاص مرستيال هارون اختر سره د چمن چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي ملاقات

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چمن چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د صنعت ایډیشنل سېکریټریز او د سمېډا چیف اېګزېکټو آفیسر نادیه سیټھ هم موجود وه۔ په ملاقات كښی د چمن چېمبر او سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز (اېس اېم ایز) ته په پېښو مسئلو ، تجارتی امکانات او په صنعتي پرمختګ د …

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د صنعت او پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان سره د چمن چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پلاوي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د صنعت ایډیشنل سېکریټریز او د سمېډا چیف اېګزېکټو آفیسر نادیه سیټھ هم موجود وه۔ په ملاقات كښی د چمن چېمبر او سمال اېنډ ميډيم انټرپرائزز (اېس اېم ایز) ته په پېښو مسئلو ، تجارتی امکانات او په صنعتي پرمختګ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ چمن چېمبر په دې خبره زور راوړو چې يو ملين څخه د زياتې آبادۍ ٬ ټرانسپورټ او د پولې پورې غاړه كاروبار له امله چمن يو مهم اېس اېم ايز حب جوړ شوے۔ چمن چېمبر غوښتنه وكړه چې په وفاقي صنعتي سکیمونو او سپورټ پروګرامز كښې دې چمن انډسټریل زون شامل كړے شي٬ صنعتي فعاليتونو ته ودې وركولو له دې ووكېشنل او ټېنكنيكل ټرېننګ سېنټر جوړ كړے شي۔ په دې موقع هارون اختر خان د چمن چېمبر ته د وزیراعظم شهباز شریف د اېس اېم ایز ودې له د وژن نه خبرولو كښې ووئيل وزيراعظم هدايت كړے چې د هېواد هر يو اېس اېم ايز ته دې سهولت او وده وركړې شي۔ ده د پولې پورې غاړه تجارت كښې د چمن چېمبر د مهم كردار ستائنې كولو سره باور وركرو چې چمن چېمبر به په ټولو پرمختيائي پروګرامونو او اړوندو كمېټيو كښې شاملولې شي۔ ده ووئيل د سمېډا او پاکستان انډسټریل اېنډ ټیکنیکل سسټنس سېنټر په مرسته به په چمن كښې ټیکنیکل او ووکېشنل ټرېننګ سېنټر جوړولې شي۔ هارون اختر خان سمیډا ته د چمن چېمبر فعاله سهولت كاري او عملي نتيجې باوري كولو هدايت وكړه۔ ده چمن چېمبر ته اېس اېم ايز لپاره د بشپره حكومتي مرستې باور هم وركړو