چین د ټولو هېوادونو د خودمختارۍ او قامي وقار له د دفاع مرسته كوي ، د چین خارجه وزير

بيجنګ 18دسمبر (اے پي پي) د چین خارجه وزیر وانګ اي وئېلي دي چین د ټولو هېوادونو د خودمختارۍ او قامي وقار له د دفاع مرسته كوي ۔ د سي جي ټي این تر مخه د سي پي سي د مرکزي کمیټۍ د سیاسی بیورو غړي او خارجه وزير وانګ اي دا خبره د وینزویلا خارجه وزیر ایوان ګل سره ټیلیې فوني خبرو كښې وكړه۔ ایوان ګل د وینزویلا موجودہ …

بيجنګ 18دسمبر (اے پي پي) د چین خارجه وزیر وانګ اي وئېلي دي چین د ټولو هېوادونو د خودمختارۍ او قامي وقار له د دفاع مرسته كوي ۔ د سي جي ټي این تر مخه د سي پي سي د مرکزي کمیټۍ د سیاسی بیورو غړي او خارجه وزير وانګ اي دا خبره د وینزویلا خارجه وزیر ایوان ګل سره ټیلیې فوني خبرو كښې وكړه۔ ایوان ګل د وینزویلا موجودہ داخلی حالات څخه وانګ اي خبر كړو ٬ هغه ووئېل د وینزویلا حکومت او اولس د خپل هېواد د خودمختارۍ او آزادۍ دفاع كلك عزم لري ، د خپلو قانوني حقونو به حفاظت کوو او د کوم هم طاقت فشار او دړكې به قبولې نه كرو ۔ د چین خارجه وزير وانګ اي ووئېل چین او وینزویلا اسټریټجک شراکت دار دي، شريك اعتماد او مرسته د چین او وینزویلا د اړيكو روایت پاتي دے ۔ چین د هر ډول یو اړخيزه فشار او د کارروائیو مخالفت کوي او هر هېواد ته د خپلې خودمختارۍ او قامی وقار دفاع له مرسته كوي ۔ هغه ووئېل وینزویلا دا حق لري چې هغه د نورو هېوادونو سره د شرېكې ګټې تر مخه مرستې له وده وركړي ، چین په دې خبره باور لري چې نړيواله ورورولي به د وینز ویلا د جائز حقونو تحفظ په موقف پوهه شي او د دغې به مرسته وكړي ۔

مزید خبریں