د صدر مملكت آصف علي زرداري لانس نائيك محفوظ شهيد (نشان حيدر) ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی)صدرمملکت آصف علی زرداری نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي لانس نائيك اېم محفوظ شهيد ته د هغه د شهادت په ورځ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د لانس نائيك اېم محفوظ شهيد ځانګړې قرباني به قوم او راتلونكو نسلونو لپاره دلارې مشال پاتې وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې صدر مملكت ووئيل چې لانس نائيك …

اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی)صدرمملکت آصف علی زرداری نشان حېدر ترلاسه كوؤنكي لانس نائيك اېم محفوظ شهيد ته د هغه د شهادت په ورځ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د لانس نائيك اېم محفوظ شهيد ځانګړې قرباني به قوم او راتلونكو نسلونو لپاره دلارې مشال پاتې وي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان كښې صدر مملكت ووئيل چې لانس نائيك محفوظ شهيد د بهادرۍ ٬ قربانۍ او وطن سره د وفادارۍ روښانه علامت دے۔ ده ووئيل د كال 1971 په جنګ كښې د واهګه په محاذ د سخت ژوبل كېدو باوجود د دشمن په نره مقابله كول د لانس نائيك محفوظ شهيد د سترې مړانې ثبوت دے۔ صدر مملکت ووئيل د شهيد قرباني د پاك پوځ د پېشه ور مهارت ٬ ايثار او قومي جذبې عكاسي كوي۔