اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لانس نائيك ايم محفوظ شهيد په شمول د مورني وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستانے اولس په خپلو ټولو شهيدانو وياړي۔ د لانس نائیک اېم محفوظ شهید (نشان حیدر) د شهادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل لانس نائیک اېم محفوظ شهید په كال 1971 كښې …
د وزيراعظم د لانس نائيك ايم محفوظ شهيد په شمول مورني وطن لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د لانس نائيك ايم محفوظ شهيد په شمول د مورني وطن دفاع لپاره د ځانونو قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې پاكستانے اولس په خپلو ټولو شهيدانو وياړي۔ د لانس نائیک اېم محفوظ شهید (نشان حیدر) د شهادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل لانس نائیک اېم محفوظ شهید په كال 1971 كښې په واهګه سېكټر كښې د دښمن د وړاندې راتللو لاره داسې مړانې سره ونيوله كومه به چې په تاريخ كښې تر اوږدې مودې ياده ساتلې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم ووئيل چې د لانس نائیک اېم محفوظ شهید په څير مېړني فرزندان د پاكستان د مضبوطې دفاع ضامن دي۔ ده ووئيل په كال 1971ﺀ كښې لانس نائيك اېم محفوظ شهيد خپلې مړانې سره دا ثابت كړه چې ټول قام د هېواد دفاع لپاره د فولادي دېوال په څير ولاړ دے۔ لانس نائيك اېم محفوظ شهيد د ژوبل كېدو باوجود د جنګ په مېدان كښې د دشمن مقابله كولو سره تاريخ رقم كړو۔ د هغه دغه تاريخي مړانه راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے۔










