په معرکه حق كښې د پاك پوځ كوټلے ځواب به مودي سرکار كله هم نه هېروي٬ د مصنوعي زېركتيا تربيې لپاره به ځوانان چين او اروپا ته لیږلې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په يونيورسټي آف هري پور كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم دستورې ته وېنا

هري پور 17 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي په معرکه حق كښې د پاك پوځ كوټلے ځواب به مودي سرکار كله هم نه هېروي ٬ د شهيدانو عزت او احترام زمونږ فرض دے كه څوك ترې ټوقې جوړوي او سپېكاوے يې كوي نو نه به ورته په نړۍ كښې عزت ترلاسه شي او نه به يې لوي څښتن وبخښي٬ د مصنوعي زېركتيا تربيې لپاره به ځوانان …

هري پور 17 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي په معرکه حق كښې د پاك پوځ كوټلے ځواب به مودي سرکار كله هم نه هېروي ٬ د شهيدانو عزت او احترام زمونږ فرض دے كه څوك ترې ټوقې جوړوي او سپېكاوے يې كوي نو نه به ورته په نړۍ كښې عزت ترلاسه شي او نه به يې لوي څښتن وبخښي٬ د مصنوعي زېركتيا تربيې لپاره به ځوانان چين او اروپا ته لېږلې شي، معيشت په سم لوري روان شوے، هېواد ديواليه كېدو نه بچ شوے ، اوس ګروتھ پلو روان دے، د ترقۍ او خوشحالۍ سفر په ټولو صوبو منحصر دے، څلور واړه صوبې چې په ګډه ترقي وكړي نو پاكستان به عظيم هېواد جوړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ يونيورسټي آف هري پور كښې د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم دستورې ته ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستګوره كښې وفاقي وزيران انجينئر امير مقام، سردار محمد يوسف، عطاء الله تارړ، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں او د قامي اسمبلۍ غړے بابر نواز خان هم موجود ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د ليپ ټاپ سکيم د وېش په دستوره كښې په ګډون خوشحالي محسوسوم، د خېبر پښتونخوا اولس زړه ور او غېرت مند دے، دوي د ترهګرۍ په ضد عظيمې قربانۍ وركړې دي او دې سره سره د پاك پوځ، قانون نافذ كوونكو ادارو او د پوليس افسرانو او ځوانانو د عظيمو قربانيو په سبب پاکستان قائم او دائم دے، ده ووئېل تاريخ به دا عظيمې قربانۍ كله هم هېرې نه كړې شي٬ تر قيامته به دا قربانۍ په زرينو ټكو يادې ساتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل ليپ ټاپ ترلاسه كوٶنكي عظيم هلكان او جينكۍ او د دوي مور پلار او استاذان د مباركۍ مستحق دي، دا زيرك زده كوٶنكي د قام اتلان دي كوم چې د قام عظيم معماران جوړېدنكې دي او يقيني ده چې د پاکستان د تقدير کنجي د دوي په لاسو كښې ده، د پاکستان د پرمختګ او خوشحالۍ ضمانت دا هېواد زلمے كول دے۔ وزيراعظم ووئيل چين څخه په مېرټ يو زر زده كوٶنكو په زرعي څانګه كښې اعلٰي تربيه ترلاسه كولو سره بېرته راغلي دي، كله چې زه د پنجاب خادم اعليٰ ووم نو 600 زده كوٶنكي مې د چين ژبې زده كولو لپاره په سركاري خرڅ چين ته استولي وو او يوازې د پنجاب زده كوٶنكې په داسې پروګرامونو كښې نه شاملوو بلكې ګرد هېواد لپاره كوټه مقرر وه او دوي ته په مېرټ د ليپ ټاپ او سكالرشپس وركولو سلسله پېل شوې، ګرد هېواد څخه د پنجاب ايجوکيشن انډونمنټ فنډ سکيم څخه مستفيد كېدونكو د لكهونو په شمېر هلكان او جينكۍ الحمدلله ډاکټرز، انجينئرز، ليکچررز او ټيچرز جوړ شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل په معرکه حق كښې د 6م او د لسم مئي په مهال هند ته پاك پوځ سخت ځواب وركړو ٬ د قام په دعاګانو مودي سركار ته ھغه سبق وركړے شو كوم چې به ھغه كله هم هېر نه كړي، الله تعاليٰ قام ته عظيمه فتح نصيب كړه چې ورسره په ګرد نړۍ كښې د پاکستان عزت او تکريم كښې اضافه وشوه۔ وزيراعظم ووئيل د مصنوعي زېركتيا تربيې لپاره به زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) چين او اروپا ته لېږو٬ معيشت ته مشكل نه رابهر شوے ، هېواد د ډيفالټ نه بچ شوے ٬ اوس معيشت په ميکرو ليول مستحکم دے، ګروتھ پلو روان دے ، انډسټري، زراعت، آئي ټي، معدنيات، د ملازمت موقعې، ايمپلائمنټ پروډکټيوټي خپل مېنځ كښې تړلي دي۔ ده ووئېل كه وفاقي حکومت، صوبائي حکومتونه او اولس په ګډه پرېكړه وكړي نو هېواد به په تندۍ سره پرمختګ وكړي او په پاکستان به په معاشي توګه په نړۍ كښې ھغه مقام ته ورسي كوم ته چې مونږ په عسكري توګه رسېدلې يو خو دا كار به په كوډو تعويزونو نه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل نن هېواد چېلنجونو سره مخ دے٬ كه ټول د وحدت څرګندونه وكړي نو پاکستان به په معاشي او سماجي لحاظ سره په نړۍ كښې خپل د لاسه وركړے مقام بيا ترلاسه كړي۔ وزيراعظم د هري پور په ضمني اليکشن كښې په كاميابۍ بابر نواز خان ،کيپټن (ر) محمد صفدر او د مسلم ليګ ن قيادت له مباركي وركړه، په هري پور كښې دانش سکول جوړول، زده كوٶنكو انجونو لپاره جلا كېمپس جوړول او د اولس د اوږدې مودې په مطالبه د يو پل جوړولو هم وزيراعظم اعلان وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه په پلاټوں کريسي باور نه لرم، د پلاټونو په حواله چې د چا حق وي ھغوي ته به ملاوېږي، دې لپاره به يوه كمېټي جوړولې شي كومه چې به په سپېځلتيا پرېكړه كوي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم زيركو زده كوٶنكو (هلكانو/ جينكو) ته ليپ ټاپس وركړل۔ په دې موقع په لېپ ټاپس ترلاسه كوٶنكو كښې زده كوونكو(هلكانو/ جينكو) كښې غالب حسن ،ماهم بتول، وريشه ايمان او ايمل عباس هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په ليپ ټاپ وركولو يې د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم دوي سره شفقت او مينه وكړه۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا پوليس ډلې زده كوونكو ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړو۔