اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د سډني په پېښه په پاكستان بغېر د كوم ثبوت نه د تور لګولو كمپائن په بدنيتۍ او دروغو اډانه ګرځولو سره وئېلي دي د سډني د پيچ په پېښه د شواهد نه غېر د پاكستان په ضد پروپیګنډا وكړې شوه٬ د بونډائي په پېښه مستند چيلنز د ادارتي قوانين هم خيال ونه ساتو٬ميډيا ادارو …
د سډني د پيچ په پېښه د شواهد نه غېر د پاكستان په ضد پروپیګنډا وكړې شوه٬پاكستان يو ذمه وار هېواد دے٬په غېر مصدقه خبر چلولو د پاكستان تشخص ته د زيان رسولو ذمه وار به څوك وي۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د سډني په پېښه په پاكستان بغېر د كوم ثبوت نه د تور لګولو كمپائن په بدنيتۍ او دروغو اډانه ګرځولو سره وئېلي دي د سډني د پيچ په پېښه د شواهد نه غېر د پاكستان په ضد پروپیګنډا وكړې شوه٬ د بونډائي په پېښه مستند چيلنز د ادارتي قوانين هم خيال ونه ساتو٬ميډيا ادارو د ترهه ګرۍ تعلق په بي بنسټه توګه د پاكستان سره وټړو٬پاكستان يو ذمه وار هېواد دے٬مونږ عمر له د ترهه ګرۍ غندنه كړې٬د هند ميډيا د پاكستان بدنامولو لپاره بې بنسټه لارې خپلوي٬واضحه شوې ده چې هند په پاكستان كښې د ترهه ګرو په شا ولاړ دے٬په غېر مصدقه خبر چولولو د پاكستان تشخص ته د زيان رسولو ذمه وار به څوك وي؟دا دې ووئيلې شي چې په پاكستان د تورونو لرې كولو به اوس څه لاره وي؟په بې بنسټه خبر خپرولو په رسمي توګه بخښنه غوښتل پكار ده۔د شورو په ورځ د نړيوالې ميډيا استازو ته بريفنګ كښې وفاقي وزير ووئيل د سډني په بونډائي پيچ رامخې ته شوې خفګاني پېښې په حقله نزدې 48 ساعته بې بنسټه كمپائن وچلولے شو۔د نړۍ معتبر او د باور وړ ميډيا ادارې هم د دغې كمپائن برخې وې۔ده واضحه كړه چې د دې چارې رامخې ته كولو مقصد د چا بدنامي يا د د زړه ازرول نه دي دا بس ښودل دي چې د داسې پېښو نه وروستو د كوم معتبر ذريعو نه بغېر څنګه يو هيواد په غېر منصفانه توګه ذمه وار ګرځولے كيږي كوم چې د تصديق او د تحقيق د بنيادي صحافتي اصولو خلاف ده۔ ده ووئيل د سډني پېښه خفګاني ده د كومې چې څومره هم غندنه اوشي كمه ده۔صدر مملكت٬وزيراعظم او د پاكستان حكومت د سډني پېښې په ښكاره توګو غندنه كړې ده۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان پخپله د كلونو نه د ترهه ګرۍ ښكار دے او مونږ ښه خبر يو چې د داسې پیښو دړد او غم څه وي۔ده ووئيل پاكستان د آسټرېليا او د هغه د اولس درد محسوسوي او د هغوي په غم كښې برابر شريك دے۔ده ووئيل مونږ د آسټرېليا حكومت او اولس سره د يو والي څرګندونه كوو۔ده ووئيل د آسټرېليا وګړي د جرات په مظاهره كولو بريد كونكے قابو كړو د كوم په سبب چې ګڼ ځانونه بچ شول۔وفاقي وزير ووئيل د پېښې نه سمدستي پس ځينې ميډيا ذريعو په بيړه كښې دا ادعا وكړه چې په بريد كوونكو كښې د يو تعلق د پاكستان څخه ؤ او بل په آسټرېليا كښې زيږېدلے دے خو د هغې ادعا كوم دستاويزي تصديق يا شواهد موجود نه وو۔ده ووئيل دا خبره واضحه ده چې دا منظم كمپائن د پاكستان بدنامولو لپاره د دښمن هېوادونو د اړخه پېل شوے ؤ د كوم مقصد چې حقائق مسخ كول او د پاكستان خلاف بې بنسټه تاثر رامخې ته كول وو۔په اسرائيل او هند كښې دا كمپائن په سوشل ميډيا او اليكټرانك ميډيا هم روان ؤ كوم چې ډېر افسوس ناك دے ځكه چې پاكستان عمر له د ترهه ګرۍ په ضد په فرنټ لائن پاتې شوے او په جنګ كښې يې بلها ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل پاكستان نن هم د ترهه ګرو خلاف پرله پسې كاروائۍ كوي د سډني پېښه هم په هغه ورځ رامخې ته شوه چې كله مونږ په 16م دسمبر د آرمي پبلك سكول پیښور د شهيدانو ماشومانو يادګيرنه كوله٬په دې ورځ ترهه ګرو په آرمي پبلك سكول بريد كړے ؤ چې پكښې د بې ګناه او وړو ماشومانو پشمول قيمتي ځانونه لامينځه تللي او دغه پیښه نن هم د ټول قام په زړونو نقش ده۔ده ووئيل پاكستان يو داسې هېواد دے د چا ماشومانو چې هم د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې قربانۍ وركړې دي۔د افسوس سره وئېل دي چې په داسې موقع چې مونږ شهدا يادول د پاكستان خلاف په بد نيتۍ اډانه بې بنسټه كمپائن وچلولے شو۔ده ووئيل د دې خبرې هېڅ شواهد يا معتبر ذريعې موجود نه وې٬په بريد كونوكو كښې د يو تعلق د پاكستان څخه ؤ او دا كمپائن په ګمراه كوونكو معلوماتو مشتمل ؤ خو د افسوس خبره ده چې د نړۍ ډېره معتبر ميډيا ادارې هم د دې ګمراه كمپائن ښكار شو٬داسې نيوز ادارې كومې چې په نړيواله كچه كار كوي او د هغوي سره ايډيټوريل بورډ٬ د معلوماتو تصديق كولو نظام موجود دے ٬ د دغې باوجود دا ميډيا ادارې د صحافت په بنيادي اصولو عمل كولو كښې ناكامه راغلې ۔وفاقي وزير ووئيل د هند پوليس پرون يو پريس ريليز جاري كړو په كوم كښې چې واضحه كړې شوه چې د بريد كونكې تعلق د تلنګانه حېدر آباد څخه و او په څو لمحو كښې تصديق شوے ؤ چې د هغه پاسپورټ د هند سفارتخانې سډني څخه جاري شوے ؤ او هغه هم په هغه پاسپورټ د فلپائن سفر كړے ؤ د كوم چې د فلپائن چارواكو تصديق وكړو۔ده ووئيل دا كمپائن ډېر خفګاني دے٬په دې موقع ده يوه ويډيو ميډيا ته وښودله چې څنګه دغه كمپائن وچلولے شو او كومې د ميډيا ادارې په هغې كښې شاملې وې۔ده ووئيل دا يو منظم كمپائن ؤ كوم چې په بيړه خپور شو٬نه كوم ايډيټوريل بورډ ؤ ٬ كومه انتظاميه او نه خبريال پوښتنه وكړه چې دا معلومات د چرته نه راځي۔يو نيوز ادارې بغېر د كوم ثبوت نه ادعا وكړه چې د دواړو بريد كوونكو تعلق د لاهور څخه دے٬ده ووئيل دا څنګه ممكن ده چې د ترهه ګرۍ د پېښو په خبرونو كښې ادعا وكړی شي چې بريد كونكے د كوم خاص هېواد يا سيمې څخه تعلق لري چې كله د دغې ادعا كوم تصديق شوے دليل يا ثبوت نه وي۔دا خبره د ترهه ګرۍ ښكار پاتې كېدو په توګه مونږ ډېر خفه كړي۔پاكستان عمر له په هر صورت كښې د ترهه ګرۍ د هر شكل او هر مظهر په سختو ټكو غندنه كړی او كوي به۔ده ووئيل مونږ سمدستي خپل غبرګون رامخې ته نه كړو ځكه چې د يو ذمه وار رياست په حېث وړومبے د معلومات تصديق ضرورې وو۔ده ووئيل د هند حكومت ته څنګه معلومه نه وه چې دا كسان د هند سره تعلق لري٬د هغوي سره د هند پاسپورټ و او د هند وګړي وو۔ده ووئيل هر هېواد قامي ډيټا بيس لري٬د مخ په شناخت په آسانه معلومېدې شي چې څوك د كوم هېواد څخه دے۔ريټينا سكين٬د ګوتو٬د مخ پیژندګلو پشمول د جديد ټېكنالوجۍ د شته والي باوجود د كوم هم ډيټا بيس نه دا واضحه كول پكار وه چې دغه كسان د كوم هېواد وو۔دوفاقي وزير ووئيل دا كمپائن وچلولے شو چې د يو بريد كونكې پلار پاكستانې دے يوازې په دې بنياد چې د هغه نوم د يو مخصوص سيمه كښې عام دے۔تش نوم په كوم هېواد دتور لګولو له كافي نه دے۔ده د سډني په پیښه تحقيقات كښې د آسټرېليا چارواكو د پېشه وره پوهې ستائنه وكړه۔وفاقي وزير پوښتنه وكړه چې پاكستان ته د دې جعلي خبرونو او ناسمو معلومات د لارې رسېدونكے زيان به څوك راګرځوي۔د سډني پیښې نه وړاندې خپل پوزيشن ته به بيرته څنګه ځي۔آيا قانوني كاروائي پكار ده بخښنه ورله پكار ده يا بس دا پروپېګنډا به د تاريخ برخه شي ؟ ده ووئيل د نړۍ په نورو برخو كښې هم د ترهه ګرۍ پېښې شوې دي٬په كاناډا كښې د هرديپ سنګه نجر وژنه يو مثال دے۔مونږ د پولې پورې غاړې نه د هدفي مرګونو پیښې هم ليدلې دي۔ده ووئيل د سډني پیښې نه واضحه ده چې هند په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ مرسته كوي۔ده ووئيل ډي جي آئي اېس پي آر او ما پخپله په ګڼو موقعو د شواهد سره واضحه كړې ده چې بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ پېښو په شا د هند فنډنګ او لاس دے د كومو چې ترديد نه لرونكي ثبوتونه شته۔د دې نه علاوه چې كله هم افغان خاوره د پاكستان دننه بريدونو لپاره كارولې شوې هلته هم د هند روابط رامخې ته شوې دي۔ده ووئيل د افغانستان موجوده حكومت نن پرون د هند سره نزدې روابط زياتوي٬د دې په شا آخر څه وجوهات دي؟آيا د هغوي ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي تعلق يا د شريكې مرستې امكانات شته ؟ كوم چې هغوي ترلاسه كول غواړي؟ده ووئيل د دې برعكس پاكستان كښې د هند په مشرۍ كښې د كېدونكې ترهه ګرۍ قوي شواهد موجود دي٬هند نه يوازې پاكستان كښې د ترهه ګرو مالي مرسته كوي بلكې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرو بريدونو او منصوبه بندۍ كښې هم ككړ دے٬ ده ووئېل پاكستان يو داسې هېواد دے كوم چې پخپله د ترهه ګرۍ ښكار دے۔زمونږ پوځي ځوانانو افسرانو٬ماشومانو٬او امنيتي اهلكارو او پوليس پشمول هرې طبقې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې قربانۍ وركړی دي٬مونږ دا جنګ روان ساتلے دے ځكه چې مونږ باور لرو چې مونږ به د ترهه ګرۍ مونډ ويستلو كښې كامياب شو۔ده ووئيل د هند ميډيا ادارو د كوم تصديق نه غېر خبرونه نشر كړل هر څو چې د هغوي خپل هېواد د ترهه ګرۍ په شه لاس لري او مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګېږو۔ هم دا فرق د هند او پاكستان ترمينځ دے۔وفاقي وزير ووئيل ځينې د ميډيا ادارو د معلومات تصديق نه بغېر د پاكستان بدنامولو هڅه وكړه او اوس چې مونږ معتبر معلومات او شواهد ترلاسه كړې دي چې پكښې د هند پوليس پرېس ريليز د هند پاسپورټ او د فلپائن چارواكو تصديق شامل دے چې بريد كوونكې د هند په پاسپورټ فلپائن ته تللې نو په پاكستان د لګولے شوو تورونو تلافي به څنګه كيږي؟د چرته نه چرته لاړو چې معذرت٬داسې نه و پكار؟۔وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې حقله ډېر حساس يو ځكه چې مونږ د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د 90 زره نه زيات ځاني قربانۍ وركړې دي۔د اسلام آباد په كچهرۍ كښې د رامخې ته شوې پېښې بريد كوونكې او سهولت كار نيولې شوي دي۔ده ووئيل پاكستان عمر له د امن سره ولاړ دے او امن له به وده وركوي او د ترهه ګرۍ د پېښو سختو غندنه كوي۔ده ووئيل ميډيا له هم پكار ده چې هغوي د معلومات تصديق نه پس د سوشل ميډيا او ټيلي ويژن د لارې خبر نړۍ ته ورسوي۔ده ووئيل د هرديپ سنګه نجر وژنه د هندي رياست اصل مخ ظاهروي۔وفاقي وزير د هندي ايالت بهار وزيراعلٰی نتيش كمار د اړخه د يوې مسلمانې ميرمن نه د حجاب لرې كولو پیښې په اړه ووئيل د دغې پیښې څخه په هند كښې د انتهاخوښۍ ذهنيت عكاسي كيږي۔د هند سره نړۍ ته ښودلو لپاره هېڅ بيانيه يا مثبت قيصه نشته بلكې هند هر ډول انتهاخوۍ له وده وركوي او د هند حكومت د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ ته په وده وركولو او د اقليتونو د حقونو په تروړلو باور لري۔










