د پاکستان طبي نظام ښه كولو لپاره په لږ وخت كښې د زيات او موثر كار كولو ته اړتيا ده۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د پاکستان طبي نظام سخت فشار او خراب حالت سره مخ دے٬ د كوم ښه كولو لپاره چې په لږ وخت كښې زيات او موثر كار كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره شورو په ورځ د شهيد ذوالفقار علي بھټو يونيورسټي آف لاء سکول آف ډينټسټري كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي د پاکستان طبي نظام سخت فشار او خراب حالت سره مخ دے٬ د كوم ښه كولو لپاره چې په لږ وخت كښې زيات او موثر كار كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره شورو په ورځ د شهيد ذوالفقار علي بھټو يونيورسټي آف لاء سکول آف ډينټسټري كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير ووئيل د وګړو د ضرورتونو له مخئ د زياتو كسانو تربيه ضروري ده دغسې چې د صحت په څانګه كښې رامخې ته چېلنجز حل كړې شي۔ ده ووئيل د هيلتھ کيئر پېل د روغتون نه نا بلكې د روغتون نه بهر څخه كېږي خو زمونږ دلته بنيادي مسئلې په خاص توګه سيوريج ټريټمنټ او كلين واټر نظام ته مناسب پام نه دې شوے۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د خيرنو اوبو له امله په هېواد كښې نزدې 70 فيصده رنځونه پېدا كېږي ٬ كه اولس ته د كلين واټر سهولت وركړے شي نو په روغتونونو كښې د رنځورانو فشار 70 فيصده كمېدے شي۔ ده زور راوړو چې سيوريج ټريټمنټ لپاره په ځائي كچه موثره نظام جوړول د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل پرهېز د علاج نه ښه دے او مونږ له به احتياطي تدابير او د رنځونو نه بچ كېدو لپاره خپله بنيادي لائحه جوړول وي٬ د ژوند طرز كښې بهترۍ سره مونږ له د يو شمېر رنځونو څخه محفوظ كېدے شو۔ ده ووئيل په راتلونكو لسو كالو كښې به د كېنسر په څېر په مرګوني رنځ قابو ومومو، پاكستان كښې د هر رنځ علاج شته خو پوليو اوس هم يو سنګين چېلنج دے۔