اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي د علامه محمد اقبال افکار او فلسفه په ننني دور كښې هم مهمه او د لارښودنې وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقبال ورځ په موقع د نيشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ (اېن اېل پي ډي) تر اهتمام لاندې قامي کنفرنس "فکر اقبال: په اوسني دور كښې ضرورت او …
د علامه اقبال پېغام ټول انسانيت لپاره دے، مونږ له د هغوي افکار او تعليمات څخه استفاده پكار ده۔ اورنګزيب خان کھچي

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي د علامه محمد اقبال افکار او فلسفه په ننني دور كښې هم مهمه او د لارښودنې وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقبال ورځ په موقع د نيشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ (اېن اېل پي ډي) تر اهتمام لاندې قامي کنفرنس “فکر اقبال: په اوسني دور كښې ضرورت او اهميت” ته خپلې صدارتي وېنا كښې كړې۔ وفاقي وزير په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې د نن نوے كول تر ډېره حده د علامه اقبال فلسفې، وژن او د اسلامي نړۍ خېرښګړې لپاره د هغوي د هلو ځلو نه ناخبره دے۔ ده ووئيل د علامه اقبال پېغام ټول انسانيت لپاره دے، مونږ له د هغوي افکار او تعليمات څخه استفاده پكار ده۔ اورنګزيب خان کھچي ارواښاد سينيټر عرفان صديقي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ھغوي د نيشنل لينګويج پروموشن ډيپارټمنټ په څېر د ادارو استحکام او ودې لپاره د قدر وړ خدمات ترسره كړي او هم د ھغوي د هلو ځلو په سبب دا ادارې نن خپل موثره كردار لوبوي۔ په دې موقع ده په كنفرنس كښې په بلنه او د صدارت موقع په وركولو د اېن اېل پي ډي د ډائريکټر جنرل مننه وكړه۔










