د صحت قامي وزارت او د صحت کهاني ترمېنځه د ټيلي ميډيسن ودې لپاره په اېم او يو لاسليك

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د صحت قامي ورارت او د ډيجيټل هيلتھ سروس وركونكې ادارې "صحت کهاني" ترمېنځه د ټيلي ميډيسن ودې لپاره په مفاهمتي ياددښت (اېم او يو) لاسليك شوے ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل د ټيلي ميډيسن نظام به د صحت په څانګه كښې خاموش انقلاب ثابت شي ٬ دا مهال د هېواد په نجي او …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د صحت قامي ورارت او د ډيجيټل هيلتھ سروس وركونكې ادارې “صحت کهاني” ترمېنځه د ټيلي ميډيسن ودې لپاره په مفاهمتي ياددښت (اېم او يو) لاسليك شوے ۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل د ټيلي ميډيسن نظام به د صحت په څانګه كښې خاموش انقلاب ثابت شي ٬ دا مهال د هېواد په نجي او سركاري روغتونونو كښې د سياسي جلسو په څېر ښكاري چې بنيادي سبب يې د پرائمري او سيکنډري هيلتھ کيئر سسټم نشتوالے دے۔ ده ووئيل د پرائمري هيلتھ سسټم مؤثر متبادل د ټيلي ميډيسن سسټم دے كوم چې وفاقي حكومت د صحت په بنيادي مرکز (بي ايچ يوز) كښې معارفي کوي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د ټيلي ميډيسن سسټم له مخې به د اسلام آباد 6 او د كراچۍ په څلورو ځايونو كښې جديد سهولتونه وركولې شي٬ په دې ځاے كښې به درې جنرل فزيشن په يو وخت د رنځورانو آن لائن معائنه كولې شي دغسې په ځېنې ځايونو كښې به اتلس ډاكټران آنلائن وي٬ رانځوانو ته به آنلائن پرچي وركولې شي او هم هلته به ورته داروګان وركولې شي۔ ده ووئيل شپږ مياشتې وړاندې مونږ دا خوب ليدلے ٶ نن دا د باران وړومبے څاڅكے دے٬ د اېم او يو له مخې به د صحت کهاني اداره ډيجيټل صحت سهولتونه وركوي كوم چې به رنځور ته په وخت٬ معياري او آسان طبي سهولتونو ته رسنې له مرستياله وګرځي۔ د حکومت له مخئ دې اقدام سره به نه يوازې په لويو روغتونونو كښې د اولس ګڼه كمه شي بلكې د صحت نظام به زيات مؤثر او اولس دوسته شي۔