ملګري ملتونه۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ڼريوال غذائي پروګرام(ډبليو ايف پي ) وئېلي دي مونږ د څو لسيزو نه په وړومبي ځل د غذائي كمي ښكار افغانانو ته د موثره مرستې رسولو نه قاصر يو او په دې ژمي كښې په خاص توګه د كوچنيانو مرګونو د زياتېدو اندیښه ده ۔ د خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د جنګ نه تباه شوي افغانستان ته …
د مرستې فنډز كمېدو د لاسه افغانستان كښې د لوږې بحران نور سنګين شو٬ د ملګرو ملتونو راپور

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د ڼريوال غذائي پروګرام(ډبليو ايف پي ) وئېلي دي مونږ د څو لسيزو نه په وړومبي ځل د غذائي كمي ښكار افغانانو ته د موثره مرستې رسولو نه قاصر يو او په دې ژمي كښې په خاص توګه د كوچنيانو مرګونو د زياتېدو اندیښه ده ۔ د خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه د جنګ نه تباه شوي افغانستان ته وركړې كېدونكې مرسته كښې د 2021 نه پس ښكاره كمے راغلے دے چې كله د امرېكې په مشرۍ كښې پوځونو هېواد پرېښودو او طالبان بيا په اقتدار كښې راغلل۔ دا بحران د زلزلو بشمول ګڼو قدرتي آفتونو لا بد تر كړو۔ د ورلډ فوډ پروګرام په يو بيان كښې وېنا وه چې په څو لسيزو كښې دا په وړومبي ځل كېږي چې ډبليو ايف پي ژمي لپاره كوم د مرستې لوي پروګرام پېل كولې شي او نه په ټول هېواد كښې هنګامي او غذائي مرسته زياتولې شي۔ ادارې لا ووئېل 60 لاكهه ډېرو كمزورو افغانانو ته د خوراك او مرستې ورسولو لپاره مونږ ته 460 ملين ډالر پكار دي ۔ بيان كښې وئېلې شوي په ماشومانو كښې غذائي كمے د څو لسيزو نه لوړې كچې ته رسېدلے او د بنيادي خدمات وركولو لپاره د ادارو لپاره نړيوال فنډنګ كښې غېر معمولي كمے راغلے دے د كوم په سبب چې تر درملنې رسنه ورځ په ورځ ګرانېږي ۔ د ډبليو ايف پي تر مخه د افغانستان په سخت ژمي كښې چې كله خوراك تر ټولو كم موجو وي نو د كوچنيانو په مرګونو كښې د زياتوالي امكان دے۔ د ډبليو ايف پي اندازه ده چې 1 كروړ 70 لاكهه كسان د لوږې ښكار دي كوم چې د تېر كال په مقابل كشې نزدې 30 لاكهه زيات دي۔ د دې زياتوالي لويه وجه د ګاونډيانو هېوادونو ايران او پاكستانم نه د لاكهونو افغانانو بے دخلي ده ٬ چرته نه چې د كډوالو او پناه اغستونكو د ستنېدلو پروګرامز روان دي۔











