اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د كويت د خزانې او تجديد وړ توان وزير او د كويت انويټسمنټ اتهارټي(كے آئي اے)چيئرمېن ډاكټر صبيح المخیزیم سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او كويت ترمينځه دوه اړخيزه نزدې او تاريخي اړيكې لا مستحكمولو له د عزم څرګندونه وشوه ۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې دواړو وزيرانو د وروڼو هېوادونو ترمينځه تاريخي روابط …
د وفاقي وزير علي پروېز ملك د كويت خزانې وزير او د كويت انويسټمنټ اتهارټي چيئرمېن ډاكتر صبيح المخیزیم سره ملاقات٬دوه اړخيزه نزدې او تاريخي اړيكې لا مستحكمولو د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د پيټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د كويت د خزانې او تجديد وړ توان وزير او د كويت انويټسمنټ اتهارټي(كے آئي اے)چيئرمېن ډاكټر صبيح المخیزیم سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان او كويت ترمينځه دوه اړخيزه نزدې او تاريخي اړيكې لا مستحكمولو له د عزم څرګندونه وشوه ۔د پېټروليم ډويژن وياند له مخې دواړو وزيرانو د وروڼو هېوادونو ترمينځه تاريخي روابط باندې زور راوړو او ګڼو څانګو كښې د مرستې ودې له يې د عزم پخلے وكړو ۔راتلونكې پړاؤ كښې د توان٬سرمايه كارۍ او تجارت په څانګو كښې د شريكې مرستې موثره كولو په طريقه هم تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډاكټر صبيح المخيزم ووئېل د كويت پاكستان كښې ځانګړے سرمايه كاري پورټ فوليو موجود دي او كويت پاكستان كښې نورې سرمايه كارۍ له خوښي لري۔ده د دې خبرې هم تصديق وكړو چې كويت انويسټمنټ اتهارټي پاكستان كښې د نوې سرمايه كارۍ موقعو لټولو او اړوندو ادارو سره په ګډه د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ دائره پراخه كولو له چمتو دے۔وفاقي وزير علي پروېز ملك د پاكستان په معيشت د كويت د پرله پسې باور ھركلے وكړو او د حكومت غېر ملكي سرمايه كارۍ په خاص توګه د توان او انفراسټركچر په څانګو كښې سازګار ماحول وركولو له يې د عزم پخلے وكړو ۔د پېټروليم وفاقي وزير ميزان بانك پاكستان چيئرمېن رياض الادريسي هم جلا ملاقات وكړو ۔په دې موقع د ميزان بانك مضبوطې كاركردګي ستائېلو سره ده ووئېل دا دغسې كاميابې غېر ملكي سرمايه كارۍ مثالونه د پاكستان مالياتي څانګه كښې د سرمايه كارو باور ته لا تقويت وركوي۔يو بل ملاقات وفاقي وزير د اكنامك ډوېلپمنټ كويت فنډ ډائرېكټر جنرل وليد شملان احمد سره وكړو چې پكښې پرمختيائي فنډ كښې زياتوالي او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ پروژو كښې د مرستې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬د دې نه علاوه وفاقي وزير علي پرويز ملك د كويت انويسټمنټ اتهارټي كښې د ډپټي منيجنګ ډائرېكتر سره هم ملاقات وكړو ۔ملاقات كښې د سرمايه كارۍ لا موقعو لټولو٬پاكستان او د كے آئي اے ترمينځه اداره جاتي مرستې قوي كولو باندې خبرې اترې وشوي۔دغسې وفاقي وزير په كويت كښې د پاكستاني بزنس كميونټي لارښودو سره هم ملاقاتونه وكړل۔










