اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي کام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په مشرۍ كښې د آئي سي ټي سكلز و كېپسټي ډويلپمنټ لپاره د نيشنل کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې د ډيجيټل سکلز ودې لپاره صنعت او تعليمي ادارو په شريكو روابطو مضبوطولو زور راوړلے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د هواوے په مرسته تر اوسه يو لکه د آئي سي ټي ټريننګز …
وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په مشرۍ كښې د آئي سي ټي سكلز و كېپسټي ډويلپمنټ لپاره د نيشنل کميټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د آئي ټي او ټيلي کام وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه په مشرۍ كښې د آئي سي ټي سكلز و كېپسټي ډويلپمنټ لپاره د نيشنل کميټۍ غونډه وشوه چې پكښې د ډيجيټل سکلز ودې لپاره صنعت او تعليمي ادارو په شريكو روابطو مضبوطولو زور راوړلے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د هواوے په مرسته تر اوسه يو لکه د آئي سي ټي ټريننګز بشپړ شوي دي، د آئي سي ټي ټريننګز هدف 3 لكه مقرر كړے شوے۔ په غونډه كښې د ډګرۍ بشپړېدو نه وراندې په خاص توګه د کمپيوټر سائنس زده كوٶننكو لپاره ملازمت سره په تړلي سكلز خاص خبرې وشوې۔ د ګډون كوٶنكو لخوا ايمرجنګ ټيکنالوجيز د نصاب برخه وګرځولي شوه ۔ په غونډه كښې د آئي ټي سيکرټري، د ګلګت بلتستان آئي ټي سيکرټري، د تعليم وزارت، هائر ايجوکيشن کميشن (ايچ اي سي)، د پاکستان سافټ ويئر ايکسپورټ بورډ (پي اېس اي بي)، د پي اېس ډي اېف، نسټ، جي آئي کے آئي، هواوے او ټيوټاز بېلو چارواكو ګډون وكړو ۔ وفاقي وزيرې شزا فاطمه د وزيراعظم د ډيجيټل نيشن پاکستان وژن له مخئ د سباون تقاضو سره د همكاره هنر مند هيومن ريسورس په جوړولو زور راوړو۔










