اسلام آباد كښې ځائي حکومتونو لپاره انتخابي عمل به 19 دسمبر څخه پېل شي۔ اليکشن کميشن

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) په پلازمينه اسلام آباد كښې به حکومتونو لپاره انتخابي عمل د 19 دسمبر جمعې ورځ څخه پېل شي چرته چې به 12 لكه 9 زره 229 ووټرز د 125 يونين کونسلز چيئرمين او وائس چيئرمينز او په هر يونين کونسل كښې د 9 وارډز غړي نيغ په نېغه ټاكي۔ د اليکشن کميشن ذريعو له مخې په 15 فروري كېدونكې د ځائي حكومتونو انتخابات …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) په پلازمينه اسلام آباد كښې به حکومتونو لپاره انتخابي عمل د 19 دسمبر جمعې ورځ څخه پېل شي چرته چې به 12 لكه 9 زره 229 ووټرز د 125 يونين کونسلز چيئرمين او وائس چيئرمينز او په هر يونين کونسل كښې د 9 وارډز غړي نيغ په نېغه ټاكي۔ د اليکشن کميشن ذريعو له مخې په 15 فروري كېدونكې د ځائي حكومتونو انتخابات كښې به د چيئرمين، وائس چيئرمين،9 د جنرل غړو ، يو مېرمن، يو تاجر يا ورکر يا محنت کش يا ټيکنوکريټ، يوتھ او يوه د غېر مسلمه چوكۍ وي٬ په دې خاص چوكۍ به د وارډ غړي د خفيه رائے د لارې انتخاب كوي۔