د خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د لیتھیئم آئن بیټري پالېسۍ په اړه غونډه

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د لیتھیئم آئن بیټري پالېسۍ په اړه د شورو په ورځ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د فنانس او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني هم ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د انډسټريز سېكرټري سيف انجم٬د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ سي اي او حماد منصور پشمول د اړوندو وزارتونو٬نجي او اولسي څانګې استازو …

اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر په مشرۍ كښې د لیتھیئم آئن بیټري پالېسۍ په اړه د شورو په ورځ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د فنانس او ريلوے وزير مملكت بلال اظهر كياني هم ګډون وكړو ۔په غونډه كښې د انډسټريز سېكرټري سيف انجم٬د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ سي اي او حماد منصور پشمول د اړوندو وزارتونو٬نجي او اولسي څانګې استازو ګډون وكړو ۔د غونډې په مهال پاكستان كښې د لیتھیئم آئن بیټري ځايې پيدوار٬مينو فيكچرنګ او پالېسۍ فريم ورك په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔هارون اختر ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف هدايت له مخې د لیتھیئم آئن بیټري ځايې مينوفيكچرنګ ودې لپاره جامع پالېسي جوړولې شي۔ده ووئيل دا مهال پاكستان كښې د لیتھیئم آئن سيلز او د دې اجزاﺀ درآمد كولو سره په ځايې كچه اسيمبل كولې شي او د نوې پالېسۍ د لارې به د ځايې مينو فيكچرنګ ډاډګيرنه كولې شي۔وزير مملكت بلال اظهر كياني ووئيې د جديد تكنيك كارولو څخه به د صنعتونو پاور سيونګ او پیداواري صلاحيت كښې ځانګړې ګټه رامخې شي۔ده زور راوړو چې په پالېسۍ كښې دې د ځايې مينو فيكچرنګ ودې لپاره ضروري او موثر اقدامات شامل كړې شي۔غونډه خبر كړی شوه چې د تجارت وزارت له مخې د ليتهيئم آئن بيټريز د خام مال په درآمد زيرو ټيكس او په مكمل بيټرۍ 12 فيصده ټيكس عائد دے۔د دې نه علاوه د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت د بيټريز ټيسټنګ٬سرټيفيكشن او معيار جانچ كښې صنعت ته آسانۍ وركوي۔هارون اختر ټول اسټيك هولډرز ته پالېسۍ جوړولو كښې د خپلې رائے او وړاندېزونو وركولو هدايت كړے دے۔ده ليتهيئم آئن بيټري پالېسۍ جوړولو لپاره درېو وركنګ ګروپس جوړولو سره دا امر شوے چې د وركنګ ګروپس په مشاورت دې پالېسۍ ته حتمي شكل وركړے شي او په دوو اوونيو كښې دننه دې رپورټ وړاندې كړې شي۔