اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د افغان طالبان رجيم په مشرۍ كښې د ترهه ګرو تنظيمونو او د منطقې خراب شوي سكيورټي صورتحال نړيواله ورورولي خبردار كړې ده ۔افغان طالبان رجيم يوازې منطقې لپاره نه بلكې نړيوال امن لپاره هم خطر وګرځولے شو ۔تفصيلات له مخې د برتانيې خارجه دفتر د افغانستان بدترين سكيورټي صورتحال له مخې د برتانيې وګړي خبردار كړي۔د افغان جريده خاما پرېس تازه انكشاف له …
د افغان طالبان رجيم په سر پرستۍ كښې ترهه ګري٬ د برتانيې حكومت د افغانستان لپاره د سفر الرټ جاري كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي)د افغان طالبان رجيم په مشرۍ كښې د ترهه ګرو تنظيمونو او د منطقې خراب شوي سكيورټي صورتحال نړيواله ورورولي خبردار كړې ده ۔افغان طالبان رجيم يوازې منطقې لپاره نه بلكې نړيوال امن لپاره هم خطر وګرځولے شو ۔تفصيلات له مخې د برتانيې خارجه دفتر د افغانستان بدترين سكيورټي صورتحال له مخې د برتانيې وګړي خبردار كړي۔د افغان جريده خاما پرېس تازه انكشاف له مخې د برتانيې حكومت د امنيتي اندېښنې له امله خپلو وګړو ته د افغانستان سفر نه كولو سختې سپارښتنې كړې دې۔د برتانيې خارجه دفتر جاري سفري هدايات كښې د تشدد پېښو كښې د پرله پسې زياتوالي او ټول هېواد خطرې په ګوته كړې دي ۔د برتانيې حكومت ګڼ شمېر پولئيزې لارې د بندېدو له امله سفر خطر ناك ګرځولے دے۔د برتانيې خارجه دفتر خبردارے وركړے چې د برتانيې وګړي افغانستان كښې ګرفتارۍ او د اوږدې مودې زندان سره مخ كېدې شي٬افغانستان ته تلونكې د برتانيې وګړي دې د ممكنه خطر لازمي جاج واخلي۔ د برتانيې خارجه وزارت افغانستان څخه د برتانيې وګړو ته د سمدستي انخلا هم امر كړے دے۔ د لويديزو چارواكو له مخې د افغان طالبان رجيم راتللو نه پس ناوړه امنيتي صورتحال٬محدود تګ راتګ او د سفارتي رسنې نشت والي په سبب سكيورټي الرټ جاري كړے شوے۔افغان طالبان رجيم په مشرۍ كښې فتنه الخوارج منطقه كښې عدم استحكام او د امنيتي خطرو له امله نړيوالې سلامتيا لپاره چېلنج ګرځېدلے دے۔










