لانس نائيك محفوظ شهيد د 1971 په جنګ كښې د شجاعت او بهادرۍ مثال قائم كړے۔د كورنيو چارو وفاقي وزير

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لانس نائيك محمد محفوظ شهيد(نشان حېدر) ته د شهادت په ورځ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي شهيد لانس نائيك محمد محفوظ د 1971 په جنګ كښې د شجاعت او بهادرۍ ځانګرے مثال قائم كړے ۔ محسن نقوي خپل خاص بيان كښې ووئېل لانس نائيك محمد محفوظ شهيد په غېر معمولي حوصله يو خطرناك مشن …

اسلام آباد۔ 17 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي لانس نائيك محمد محفوظ شهيد(نشان حېدر) ته د شهادت په ورځ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي شهيد لانس نائيك محمد محفوظ د 1971 په جنګ كښې د شجاعت او بهادرۍ ځانګرے مثال قائم كړے ۔ محسن نقوي خپل خاص بيان كښې ووئېل لانس نائيك محمد محفوظ شهيد په غېر معمولي حوصله يو خطرناك مشن بشپړ كړے او د هېواد په حرمت قربانېدو سره يې د شهادت مرتبه ترلاسه كړی۔ده زور راوړولو سره ووئېل د لانس نائيك محمد محفوظ شهيد په دې عظيمه قربانۍ د جنګ د محاذ جنګ نقشه بدله كړې وه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيد جنګي تګلاره ستائېلو سره ووئېل د خپلې نه هېرېدونكې بهادرۍ د لارې لانس نائيك محمد محفوظ دښمن تر ټولو په موثر او دفاعي پوزېشن غلي كولو سره د فتح لاره هواره كړی۔محسن نقوي ووئيل لانس نائيك محمد محفوظ شهيد ټول قام لپاره د حوصلې٬همت او عزم ځالانده مثال دے۔