د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان ايران په اړيكو بېن الوزارتي غونډه

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ د پاكستان ايران په اړيكو بېن الوزارتي غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه په بېلو خانګو كښې د موجوده دوه اړخيزه مرستې جاج واغستلېے شو او د اقتصادي و تجارتي مرستې مضبوطولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ نائب وزيراعظم د ايران سره …

اسلام آباد ۔ 17 دسمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ د پاكستان ايران په اړيكو بېن الوزارتي غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر نه جاري بيان تر مخه په بېلو خانګو كښې د موجوده دوه اړخيزه مرستې جاج واغستلېے شو او د اقتصادي و تجارتي مرستې مضبوطولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ نائب وزيراعظم د ايران سره په ترجيحي څانګو كښې د دوه اړخيزه روابط زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔ په غونډه كښې د پټروليم وزير ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬ د پټروليم سېكرټري ٬ د خارجه وزارت او نورو اړوندو وزارتونو چارواكو ګډون وكړو۔