اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره آئرلينډ لپاره د پاكستان نومولې شوې سفيرې مريم مديحه آفتاب د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔صدر مملكت هغې ته په تقررۍ مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې هغه به د پاكستان او آئرلينډ ترمينځه اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي٬په خاص توګه يو قوي معاشي شراكتدارۍ جوړولو ته به پام لرنه …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره آئرلينډ لپاره د پاكستان نومولي سفيرې مريم مديحه آفتاب ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره آئرلينډ لپاره د پاكستان نومولې شوې سفيرې مريم مديحه آفتاب د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔صدر مملكت هغې ته په تقررۍ مباركي وركړه او دا باور يې څرګند كړو چې هغه به د پاكستان او آئرلينډ ترمينځه اړيكې لا قوي كولو لپاره كار وكړي٬په خاص توګه يو قوي معاشي شراكتدارۍ جوړولو ته به پام لرنه وكري۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د تجارت او سرمايه كارۍ سره سره پائيدار پرمختګ٬ماحولياتي بدلون او رامخې ته شوو ټېلكنالوجيز٬تعليم٬كلتور او سېلګرۍ په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو ۔ده د پاكستان خاص اقتصادي زون او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د آئرش سرمايه كاري راغب كولو لپاره هڅې د تندولو هدايت وكړو ۔د آئرلينډ سږ كال د جولائي نه تر دسمبر د اروپائي ائتلاف صدارت په اړه په اعلٰی كچ او پارليماني تبادلو ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو ۔ده 1994 كښې د شهيدې ميرمن بينظربهټو د آئرلينډ دورې او په دې وروستيو كښې د سينيټ پلاوي د دورې هم حواله وركړه۔آئرلينډ كښې مېشته د پاكستان كميونټۍ رامخې ته كولو سره صدر مملكت په اولسي كچه روابط قوي كولو او كلتوري سفارتكارۍ او د ميډيا د لارې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له د نزدې رابطې ساتلو هدايت وكړو۔










