اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د ظفر الحق حجازي څخه د وفاقي ټيكس محتسب د چوكۍ سوګند اغستے دے ۔ظفر الحق حجازي چارټرډ اكاؤنټننټ او د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اكاؤنټنټس آف پاكستان فيلو غړے دے۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ظفر الحق حجازي د ټيكسيشن٬كارپوريټ او كيپيټل ماركيټ ريګولېشن٬آډټ او ورسائټ٬مالي نظم و نسق او مشاورتي …
صدر مملكت آصف علي زرداري د ظفر الحق حجازي څخه د وفاقي ټيكس محتسب د چوكۍ سوګند واغست

مزید خبریں
اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د ظفر الحق حجازي څخه د وفاقي ټيكس محتسب د چوكۍ سوګند اغستے دے ۔ظفر الحق حجازي چارټرډ اكاؤنټننټ او د انسټي ټيوټ آف چارټرډ اكاؤنټنټس آف پاكستان فيلو غړے دے۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ظفر الحق حجازي د ټيكسيشن٬كارپوريټ او كيپيټل ماركيټ ريګولېشن٬آډټ او ورسائټ٬مالي نظم و نسق او مشاورتي خذمات په څانګو كښې د څلورو لسيزو راهيسې زياته پراخه تجربه لري٬ هغه د دې څخه وړاندې د سكيورټيز ايكسچېنج كمېشن آف پاكستان چيئرمېن او د آډټ اينډ اوورسائټ بورډ آف پاكستان چيئرمېن په توګه خذمات ترسره كړي۔سوګند پورته كولو نه پس ظفر حجازي صدر مملكت سره ملاقات وكړو۔په دې موقع صدر مملكت آصف علي زرداري د ټيكس وركوونكو آسانيو لپاره د وفاقي ټيكس محتسب كردار په اره د اولس خبرتيا زياتولو په اهميت زور راوړو۔ده محتسب ته د ګيلو به وخت ازالې لپاره د جديد ټېكنالوجۍ موثر استعمال هدايت وكړو ۔صدر مملكت په دې امر هم زور راوړو چې د وفاقي ټيكس محتسب دفتر دې ځپلو وګړو ته تند رفتاره او د كومې معاوضې نه غېر رېليف وركړي او تر هېواد دې خپله رسنه هم لا پراخه كړي۔










