اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د رفحان ميز پروډکټس کمپني لميټډ او د نورو مهمو شراكتدارو پلاوي سره د لوړې كچې غونډې مشري كړې چې پكښې په جينياتي توګه د بدل شوې (جي اېم او) او د نان جي اېم او د جوارو په پاليسيو غور شوے۔ په غونډه كښې زرعي پيداوار، برآمدات او د پاکستان زرعي …
زياتېدونكې غذائي ضرورتونه ترسره كول او په نړيواله كچه مسابقت په ځاے ساتلو لپاره به پاکستان له خپله زرعي ټيکنالوجي جديد كول وي۔ رانا تنوير حسين

مزید خبریں
اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د رفحان ميز پروډکټس کمپني لميټډ او د نورو مهمو شراكتدارو پلاوي سره د لوړې كچې غونډې مشري كړې چې پكښې په جينياتي توګه د بدل شوې (جي اېم او) او د نان جي اېم او د جوارو په پاليسيو غور شوے۔ په غونډه كښې زرعي پيداوار، برآمدات او د پاکستان زرعي څانګه په جديد ټيکنالوجۍ بدلولو پلو هم پاملرنه وشوه ۔ د غونډې په مهال ووئيل شول پاکستان دا مهال نزدې د 340 ملين امريکائي ډالر جوار برامد كوي، كومو څخه چې په نړيوال ماركيټ كښې د هېواد د قوي پوزيشن عكاسي كېږي٬ خو پوهانو خبر كړي يوو چې د جي اېم او جوارو ټيکنالوجي اختيارولو سره د اېكړ په سر پېداوار كښې د 15 نه تر 20 منه اضافه ممكن ده، دې ورسره به زرعي پيداوار، د كروندګرو آمدن او په قامي غذائي تحفظ كښې ځانګړې بهتري راشي ۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په دې خبره زور راوړو چې زياتېدونكې غذائي ضرورتونه ترسره كول او په نړيواله كچه مسابقت په ځاے ساتلو لپاره به پاکستان له خپله زرعي ټيکنالوجي په جديد ډول سمول وي۔










