اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په ټرافيكي پېښه كښې د حق رسېدلي زلمي خبريال، اينکر پرسن او سماجي شخصيت راجه مطلوب په استوګنه غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كړې ده٬ په دې موقع پرنسپل انفارميشن آفيسر مبشر حسن هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير د اوراښاد بخښنې لپاره لاس نيوه وكړه ۔عطاء الله تارړ ووئيل ارواښاد راجه …
د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ د راجه مطلوب كورنۍ ته لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ په ټرافيكي پېښه كښې د حق رسېدلي زلمي خبريال، اينکر پرسن او سماجي شخصيت راجه مطلوب په استوګنه غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كړې ده٬ په دې موقع پرنسپل انفارميشن آفيسر مبشر حسن هم موجود ٶ۔ وفاقي وزير د اوراښاد بخښنې لپاره لاس نيوه وكړه ۔عطاء الله تارړ ووئيل ارواښاد راجه مطلوب يو صلاحيت لرونكے محنتي٬ ذمه وار خبريال او سماجي شخصيت ٶ، د هغوي په ناڅاپي مرګ خبرياله ورورلي د يو مخلص غږ څخه محرومه شوې ده۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د غمژنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ وفاقي وزير دعا وكړه چې لوي څښتنې دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ آمين










