وفاقي آئيني عدالت كښې د بلوچستان هيډ ماسټر چوكو په حقله د كيس اورېدنه

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)وفاقي آئيني عدالت كښې د بلوچستان هيډ ماسټر چوكو په اړه د كيس سماعت د نهې په ورځ د جسټس امين الدين په مشرۍ كښې جوړ درې كسيز بينچ وكړو ۔عدالت بلوچستان كښې د هيډ ماسټر بهرتۍ لپاره د كامياب كانديدانو نامې تا حكم ثاني د نه شائع كولو حكم وركړے دے۔عدالت د بلوچستان حكومت او بلوچستان پبلك سروس كمېشن ته نوټس جاري كولو سره ځواب …

اسلام آباد۔16دسمبر (اے پی پی)وفاقي آئيني عدالت كښې د بلوچستان هيډ ماسټر چوكو په اړه د كيس سماعت د نهې په ورځ د جسټس امين الدين په مشرۍ كښې جوړ درې كسيز بينچ وكړو ۔عدالت بلوچستان كښې د هيډ ماسټر بهرتۍ لپاره د كامياب كانديدانو نامې تا حكم ثاني د نه شائع كولو حكم وركړے دے۔عدالت د بلوچستان حكومت او بلوچستان پبلك سروس كمېشن ته نوټس جاري كولو سره ځواب غوښتے دے ۔ د سماعت په مهال خواست كونكي فهيم خان لخوا وكيل امان الله عدالت كښې وړاندې شو۔درخواست كونكې د تعليم په محكمه كښې د هيډ ماسټر په چوكو اعتراض كولو سره دريځ اختيار كړے چې د بي ايډ لازمي شرط نظر انداز كولو سره نااهل كانديدانو ته په امتحان كښې د ناستې اجازه وركړی شوې كومه چې د قواعد او ضابطو خلاف ورزي ده۔عدالت ډلو ته نوټس جاري كولو سره د كيس نور سماعت تر بلې ڼېټې وځنډولو ۔