اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د نړۍ اثر لرونكې نړيوالې اشاعتي ادارې ګوواِن سائيډر (GovInsider) خپل خاص رپورټ كښې د پاكستان ډيجيټل اصلاحاتي مزل رامخې ته كولو سره د حكومتي ډيجيټل بدلون مشري كونكې د پاكستان وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په خاص توګه ستائنه كړې ده٬ ګوواِن سائيډر حكومتي جدت، په اولسي څانګه كښې د ټيكنالوجۍ كارولو او اصلاحاتي اقدامات پلو پام كونكے يو معتبر نړيوال پليټ …
د ګوواِن سائيډر په خاص رپورټ كښې د پاكستان ډيجيټل اصلاحاتي مزل او د شزه فاطمه خواجه مشري په نړيواله كچه وستائيلې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) د نړۍ اثر لرونكې نړيوالې اشاعتي ادارې ګوواِن سائيډر (GovInsider) خپل خاص رپورټ كښې د پاكستان ډيجيټل اصلاحاتي مزل رامخې ته كولو سره د حكومتي ډيجيټل بدلون مشري كونكې د پاكستان وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه په خاص توګه ستائنه كړې ده٬ ګوواِن سائيډر حكومتي جدت، په اولسي څانګه كښې د ټيكنالوجۍ كارولو او اصلاحاتي اقدامات پلو پام كونكے يو معتبر نړيوال پليټ فارم دے، كوم چې يوازې ھغه پاليسۍ او منصوبې رامخې ته كوي چې زمكيز اثرات يې واضحه او د حقيقي پيشرفت عكاسي كوي٬ د ادارې لخوا د شزه فاطمه خواجه مركه پاكستان لپاره يو مهم سنګ ميل ګرځولے كېږي كوم چې دا خبره په ګوته كوي چې د وزيراعظم شهباز شريف ډيجيټل پاكستان وژن له مخې كېدونكې اصلاحات نړيوال پام ترلاسه كوي۔ ګوواِن سائيډر سره په مركه كښې وفاقي وزير شزا فاطمه خواجه د پاكستان ډيجيټل ټرانسفارميشن ماډل وضاحت كولو سره ووئيل د پاكستان ډيجيټل اصلاحاتي عمل عملي، حقيقت پسنده او په شواهدو اډانه دے۔ د حكومت اختيار كړې شوې پاليسۍ د نورو هېوادونو تجربو، نيغه په نېغه اولس سره كار كوونكو پوهانو سره مشاورت او په وفاقي او صوبائي كچه د اسټيك هولډرز د آراء په بنياد جوړېږي۔ دې په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان ډيجيټل پاليسۍ زياتې د كمرزوې او پسمانده طبقې مخې ته په اېښودو جوړېږي دغسې چې اصلاحات مېرمنو، كليوالې آبادۍ٬ د كم امدن لرونكو كورنيو او تر معذوره كسانو په موثره ډول ورسولې شي۔ وفاقي وزيرې د ډيجيټل اكانومي انهانسمنټ پروجيكټ (ډيپ) د پاكستان د ډيجيټل سباون بنياد ګرځولو سره ووئيل د دې منصوبې له مخئ يو قامي ډيجيټل ډھانچه جوړېږي چې پكښې محفوظ ډيټا ايكسچينج، ډيجيټل شناخت او يونيورسل پيمنټ انټرفيس شامل دي٬ دا بنيادي نظام به د اولس تر عمومي خدمات رسنه پراخه كولو، حكومتي كاركردګي ښه كولو او په معيشت كښې جدت او د اختراع نوې موقعې راپېدا كولو لپاره جوړېږي٬دې ووئېل ډيجيټل نيشن پاكستان ايكټ 2025 او په دې وروستيو كښې منظور كړے شوې د قامي مصنوعي ذهانت پاليسۍ په سبب د ډيپ منصوبه د پاكستان د تاريخ تر ټولو لويه او جرات مندانه ډيجيټل ګورننس منصوبو كښې يوه ده٬ په مركه كښې د يو مهم سنګ ميل په توګه په وفاقي حكومت كښې د اي آفس نظام د نفاذ ذكر هم وشو چې د لارې ئې وزاتونه او محكمې په تندۍ سره په پيپرليس نظام منتقل كړے شول٬ يوازې په يو كال كښې وفاقي انتظاميه په ډيجيټل ورك فلو منتقل شوه چې ورسره سپېځلتيا كښې اضافه، په حقيقي وخت كښې نګراني او قامي خزانې لپاره ځانګړې مالي بچت ممكن شو۔ وفاقي وزير په مركه كښې د مجوزه سټيزن سروسز ډيزائن ليب هم ذكر وكړو٬ د دې ليب مقصد انساني ضرورتونه په مركز كښې ساتلو سره شريكې همكارۍ سره اولسي خدمات ښه كوي او پسمانده طبقې نېغه په نيغه د اولسي خدمات د ډيزائن په عملي كښې شاملول دي دغسې چې داسې حل تخليق كړے شي كوم چې د ډيجيټل نړۍ اګاهي لرونكو صارفينو سره سره د ټولنې ستونزو سره مخ طبقو لپاره هم موثره وي۔










