د علماﺀ كرامو او مشائخو په هندوستان كښې په اقليتونو د ظلمونو او په آسټريليا كښې د ترھګرۍ په ضد د غندنې ورځ لمانځلو اعلان

لاهور۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې په جامعه منظور الاسلامیه لاهور كښې شوې غونډه كښې د مختلف مكاتب فكر علماﺀ كرامو٬ مشائخو او مذهبي لارښودو د اے پي اېس پېښې تلين په موقع د شهيدو شوو كوچنيانو كورنيو سره غمرازي وكړه اود انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او فرقه واره تشدد ختمولو له يۍ حكومت سره د بشپړه مرستې اعلان وكړو۔ په …

لاهور۔16دسمبر(اے پی پی) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي په مشرۍ كښې په جامعه منظور الاسلامیه لاهور كښې شوې غونډه كښې د مختلف مكاتب فكر علماﺀ كرامو٬ مشائخو او مذهبي لارښودو د اے پي اېس پېښې تلين په موقع د شهيدو شوو كوچنيانو كورنيو سره غمرازي وكړه اود انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او فرقه واره تشدد ختمولو له يۍ حكومت سره د بشپړه مرستې اعلان وكړو۔ په غونډه كښې علماﺀ كرامو او مشائخو دا اعلان هم وكړو چې د جمعې ورځ به په هندوستان كښې اقليتونو او په خاص توګه په مسلمانانو د روانو ظلمونو او آسټرېليا كښې د ترهګرۍ رامخې ته شوې پېښې په ضد د غندنې ورځ په توګه لمانځلې شي۔ په غونډه كښې فادر جیمز چنن، ډاکټر مجید ایبل، سردار ګیان سنګھ، مولانا عاصم مخدوم، مولانا اسلم صدیقي ، پیر خلیل احمد، ډاکټر بدر صیفي، علامه طاهر الحسن، حافظ مقبول احمد، مولانا اشفاق پتافی، مفتي عمر فاروق، قاری عبدالحکیم اطهر، مولانا مبشر رحیمی، حافظ احتشام الحق، صوفی اسلام الدین عثمانی، قاری فیصل امین او نورو ګډون وكړو۔ غونډې څخه وروستو پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ټولو لارښودو د اے پي اېس پېښې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او د ترهګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له يۍ د پاكستان رياست ٬ پاك پوځ او د سلامتيا ادارو له د بشپړه مرستې باور وركړو۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول هندوستان د نړيوالې ترهګرۍ مركز جوړ شوے او دغلته اقليتونو سره ظلم او زياتے روان دے چې ښكاره مثال يۍ د بهار د وزيراعلی لخوا د يوې مسلمانې مېرمنې حجاب لرې كول او هغې سره بدتميزي كول دي۔ لارښودو ووئيل په آسټرېليا كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې تعلق هم هندوستان سره كېدے شي۔ دوي د ترهګرۍ په ضد د اسلامي مرستې تنظيم او ملګرو ملتونو په شمول بېلو نړيوالو ادارو څخه د ګامونو پورته كولو غوښتنه وكړه۔ په غونډه كښې د بېلو مذهبونو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې ټول مذهبونه د امن درس وركوي او اسلام هم د امن ٬ سلامتيا او اعتدال پېغام وركوي۔